افغانستان نظر او تحلیل

ایران: د افغانستان د ستونزې اصلي لوری او لامل امریکا دی

د ایران د بهرنیو چارو زوارت ویاند بهرام قاسمي ویلي، په افغانستان کې د ستونزې اصلي لامل او لوری امریکا دی او که امریکا له دغه هېواد ووځي نو ښايي ډېری ستونزې ورسره کمې شي. دده په خبره امریکا تر دې دمه د نړۍ هېڅ هېواد ته امنیت نه دی راوستی او په ټولو کې یې جګړې پيل کړې دي. هغه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هڅو ته هم د شک په سترګه کتلي او وایي دغه ډول هڅې ځکه نتیجه نه ورکوي چې امریکا په رښتیا په سیمه کې امنیت نه غواړي. دده په خبره دا یوازې د خلکو او سیمې تېر ایستل دي. قاسمي وايي د افغانستان ستونزه یوازې له یوه هېواد یا یوه لوري سره د خبرو له لارې نه حل کېږي بلکې ددې اړتیا ده، چې د سیمې هېوادونه په ګډه دغه ستونزه حل کړي او دلته روانې جګړې له منځه یوسي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه