نظر او تحلیل

پر ډيورنډ د اغزن سیم لګول او یو ابهام

پر ډيورنډ د اغزن سیم لګول او یو ابهام

 په داسې حال کې چې د ملي یووالي حکومت د کار موده په پای ته رسېدو ده، له پاکستان سره د دغه حکومت د اړیکو  د څرنګوالي په اړه اندېښنې او پوښتنې لا هم پر ځای دي. دغه حکومت د کار له پیل سره سم له اسلام آباد سره د اړیکو رغولو لپاره ډېرې هڅې وکړې. د همدې هڅو په لړ کې یې، د پاکستان خلاف د افغانانو حساسیت ته له پام پرته، داسې ګامونه پورته کړل چې د افغان لوري ګټې پکې نه وې خوندي شوې. د دغه ډول اقداماتو یو مثال له ای اېس ای سره چې د افغان دولت د وسله والو مخالفینو تر ټولو ستر ملاتړی ګڼل کېږي، د استخباراتي معلوماتو د شریکولو تړون و. د رسنیو له لوري د دغه تړون له افشا کېدو وروسته جدي غبرګونونه را پورته شول.

له پاکستان سره د اړیکو په برخه کې یو عمده ابهام لا هم پر خپل ځای دی: پر ډيورنډ کرښه د اغزن سیم له لګولو سره هوکړه، په داسې حال کې چې افغان حکومت له پاکستاني اړخ سره د داسې یوې هوکړې شتون ردوي، خو په دې تړاو اقدامات یې پوښتنې پاروونکي دي. پاکستان په یو اړخیز ډول، پر افغانستان د دغه تپل شوې کرښې، پر ډېره برخه اغزن سیم لګولی او دغه کار لا هم روان دی. د یکشنبې په ورځ هم افغان ځواکونو د کندهار په ښورابک ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو له لوري پر ډېورنډ د اغزن سیم د لګولو مخه ونیوله چې وروسته نښته رامنځته شوه. تر نښتې وروسته پاکستاني اړخ په بولدک کې د دوستۍ په نوم دروازه هم وتړله.

 د کندهار امنیه قوماندان وايي په ځلونو یې مرکزي حکومت ته خبرداری ورکړی چې پاکستان په غیر قانوني ډول پر ډيورنډ کرښه اغزن سیم لګوي، خو مرکزي حکومت دغو خبرداریو ته پام نه کوي. پاکستاني اړخ بیا په کندهار کې تر وروستۍ نښتې وروسته شکایت کړی چې د کندهار امنیه قوماندان په دې تړاو د مرکزي حکومت هوکړه نه مني.

پر ډيورنډ د اغزن سیم د تاوولو په تړاو له پاکستان سره د احتمالي معاملې موضوع یو عمده ابهام دی چې مرکزي حکومت، په ځانګړي ډول ارګ، باید ورته د پای ټکی کېږدي. که حکومت په دې تړاو کومه هوکړه کړې وي، دا نو بیا په ټوله معنا د ملي ګټو خلاف ګام دی، باید ولس ته وضاحت ورکړي چې ولې یې داسې یو اقدام کړی چې د افغان وطن پر سینه د انګرېزي استعمار له لوري د راښکل شوې کرښې له رسمیت سره مرسته کوي. که داسې کومه هوکړه نه وي، باید را وړاندې شي او په عملي اقداماتو سره افغانانو او نړۍ دواړو ته وښيي چې پاکستان د ټولو نړیوالو نورمونو خلاف پر داسې یوه کرښه اغزن سیم لګوي چې هېڅ راز حقوقي مشروعیت نه لري. 

سرچینه: سپوږمۍ راډیو