افغانستان

ضعیف: د الجزیرې ژورنالیست زما له خبرو غلط برداشت اخیستی

(نن ټکی اسیا):

نن ټکی اسیا(سه شنبه،۲۴ تله،۱۳۹۷ ل): د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په پاکستان کې افغان سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وایي چې په قطر کې د طالب او امریکایي استازو ترمنځ د مذاکراتو د ناستې په اړه زما له تبصرې څخه د الجزیرې تلویزیون پاکستاني ژورنالیست غلط برداشت اخیستی.

ملا عبدالسلام ضعیف د الجزیرې پاکستاني ژورنالیست شیرین القاضي هغه ادعا رد کړه چې د هغه له قوله یې ویلي وو چې په قطر کې طالب او امریکایي استازي له افغانستان څخه د عسکرو په ویستلو توافق کړی دی.

ښاغلی ضعیف وایي چې خبریال راڅخه وپوښتل چې:
تاسو خبر ياست چې د امريکايي استازو او طالبانو ترمنځ په دوحه کې مخامخ خبرې شوي دي، ايا ممکنه ده چې امريکايې عسکر له افغانستانه ووځي؟

ښاغلی ضعیف وایي چې ما ددې پوښتنې په ځواب کې ویلي دي چې:

《هوکې خبرې شوې دي، طالبانو هم د خبرپاڼې په نشرولو سره خبرې تائيد کړي دي، مګر زه نه په مجلس کې وم او نه يې په جزياتو خبر يم؛ خو هغه څه چې ما د خليلزاد له قوله واوريدل، چې هغه په کابل کې له نورو افغانانو سره د ليدو پر مهال ويلي وو هغه داوو چې د خليلزاد په قول د امريکا درې مهم ارګانونه لکه وزارت خارجه، وزارت دفاع او سي آی اي دې نتيجي ته رسيدلي دي چې له طالبانو سره ستونزه د مذاکري اوتفاهم دلاري حل کړي.》

ضعیف پورتنۍ تبصرې ته په اشارې ویلي دي چې په کور دننه د افغانستان په اړه د امریکا د مهمو ارګانونو توافق دا څرګندوي چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د وتلو تابیا نیسي او زیاتوي جې امریکایان په دې هم ښه پوهیږي چې په افغانستان کې د امریکا نظامي موجودیت د طالبانو له پاره سره کرښه ده او تیر اوولس کلن جنګ دا وښودله چې امریکایان په افغانستان کې جنګ نه شي ګټلای.