افغانستان

سمنګان؛ دره صوف کې د امنیت امر او د هغه مرستیال وژل شوي

(نن ټکی اسیا):

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴تلې، ۱۳۹۷ل): طالبانو د سمنګان په دره صوف کې په مخامخ برید کې د دې ولایت د امنیت امر او د هغه مرستیال وژلي دي.

د طالبانو خبرپاڼه لیکي، خواني طاهري او د هغه مرستیال د دره صوف په زیرکي کې د دوی تر بریدونو لاندې راغلل.

د خبرپاڼې له مخې په جګړه کې ګڼو نورو عسکرو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

«له سیمې د ترلاسه شوو راپورونو له مخې د دغو بریدونو په ترڅ کې د غلامي ادارې د امنیت د امیر(خواني طاهري) او د ده د مرستیال په ګډون لسګونه کسان وژل شوي، همداراز لسهاوو میله مختلف النوع سپکې او درنې وسلې او مهمات د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.»

د سمنګان والي عبداللطیف ابراهیمي د سمونوال خواني طاهري د وژل کېدو پخلی کړی خو د هغه د مرستیال په اړه يې څه نه دي ویلي.

هغه له اریانا نیوز سره خبرو کې ویلي، د امنیت امر د طالبانو په مخامخ برید کې وژل شوی دی.