افغانستان

نن د افغانستان د کرکټ په غوره ليګ کې يوه لوبه ترسره کېږي

(کلید راډیو):

د افغانستان د کرکټ غوره ليګ يا اې پي اېل د لومړي پړاو سياليو شپاړسمه لوبه به نن شپه د كابل او كندهار لوبډلو ترمنځ وشي.
دا لوبه به د افغانستان په وخت د شپې په اتو بجو او ۳۰ دقيقو د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي كې پيل شي.
كابل تر دې مخكې په خپلو ترسره كړو شپږو لوبو كې درې بايللې او درې يې ګټلې دي او كندهار بيا يوه بريا او څلور ماتې لري.
د اې پي اېل په لومړي پړاو كې پنځه لوبډلې کابل، پکتيا، بلخ، کندهار او ننګرهار شاملې دي.
په دغه ليګ كې د افغان لوبغاړو ترڅنګ د نړۍ يو شمېر مشهور لوبغاړي هم لوبېږي.
دا سيالۍ به د روانې اكټوبر مياشتې تر ۲۱مې نېټې دوام وکړي.

 

The post نن د افغانستان د کرکټ په غوره ليګ کې يوه لوبه ترسره کېږي appeared first on pashto.