نظر او تحلیل

پاکستان اسلامي هېواد که انګرېزي؟

لیکنه:
توريالی هېوادمل//
د پاکستان د بنسټ ايښودلو له ورځې دا خبره ناسمه مشهوره ده چې ګنې پاکستان آزاد يا اسلامي هېواد دی. په دغه بڼه د پاکستان جوړېدو ته هېڅ اړتيا نه وه. برتانيې (انګلستان) د خپل درغلګر او پلمه ګر سياست له مخې د خپلو موخو لپاره له هندوستان نه يوه ټوټه ځمکه راجلا کړه، نوم يې پرې پاکستان کېښود، خپل يو ګوډاګی او غلام (علي جناح) يې راولېږه چې د انګلستان ګټې وساتي او پاکستان په يوې نوې بڼه د انګرېزانو مستعمره پاتې شي. په پاکستان کې قانون هماغه انګرېزي دی، رسمي ژبه انګرېزي ده، ګاډي د انګلستان په څېر کيڼې خواته ځي، د اونۍ رخصتي د انګرېزانو په څېر د يکشنبې په ورځ ده، د لاهور د هيرا منډيي غوندې بې شمېره د زنا مرکزونه د حکومت په سرپرستۍ کې چلېږي، تعليمي نصابونه او ادارې د انګرېزانو د فرهنګ د دودولو لپاره کار کوي، حکومتونه سيکولر را روان دي…… د پاکستان مرتد او بزدل پوځ د پاکستان په زړه (اسلام آباد) کې د جنکو په مدرسې (جامعه حفصې) بمبار وکړ او په زرونو د دين طالبان او طالبانې يې و وژلې، له سوات نه راواخله تر وزېرستان پورې يې له زرو نه زيات جوماتونه او مدرسې او په زرونو کورونه په بزدل او وحشي بمبار ړنګ کړل، په لکونو بې دفاع وګړي يې ووژل، زندانونه يې د قرآن له حافظانو او د دين له طالبانو نه ډک دي، په لسګونو زره بې دفاع بلوچان په زندانونو کې وژني او دا ټول د خپلو انګرېزي بادارانو تر قوماندې لاندې کوي…… نو آيا دا به سمه وي چې پاکستان آزاد يا اسلامي وګڼو؟!. بيا لا ځينې له اسلام نه ناخبره ورته د پاکستان اسلامي جمهوريت وايي!!!. اسلامي دولت يا حکومت خو هغه وي چې هلته قانون د اسلام وي او اسلامي شريعت پکې ناف‍ذ وي. عجيبه خبره خو لاداده چې د افغانستان قانون اسلامي دی، په محکمو کې متشرع قاضيان ناست دي چې د افغانستان، سعودي عربستان او پاکستان له ديني مدارسو او پوهنتونونو نه فارغ شوي دي، قضا او وکالت يواځې هغه څوک کولی شي چې په اسلامي شريعت پوره خبر وي……. خو له دې ټولو سره سره د پاکستان د (آی ايس آی) مرتد ډيزلي ملايان په اسلامي افغانستان کې جهاد فرض او په انګرېزي پاکستان کې يې ناروا بولي!!!. د پاکستان عوام مسلمانان او زمونږ ورونه دي؛ خو قانون يې انګرېزي دی، په محکمو کې يې انګرېزي ججان ناست دي او په انګرېزي قانون پرېکړې کوي، حکومت او پوځ يې هغه مرتدان دي چې د همدې انګرېزي قانون حاميان دي او تل د همدې پاکستاني عوامو په خلاف استعمال شوی دی، د پاکستان مرتد پوځ هغه پوځ دی چې په فلسطين کې يې د يهوديانو په ملاتړ مسلمانان وژلي دي چې يوه بېلګه يې په همدې پاڼې کې په ويډيو کې کتلی شئ چې څرنګه پاکساني پوځ د ضياؤالحق په مشرۍ فلسطينيان وژلي دي؟!. د پاکستان مرتد پوځ درې نيم زره (۳۵۰۰) پاکستاني جنکۍ د اسرائيلو پوځ ته ورلېږلې دي چې د هغوی جنسي اړتياوې پوره کړي او جاسوسي هم ورته وکړي، نور د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د پاکستان پوځ د بې دفاع خلکو په ځانګړې توګه د مسلمانانو په خلاف د اجرتي قاتلانو کردار ادا کړی دی. د پاکستان د پوځ او حکومتي چارواکو يواځې پيسې په کار دي، څوک چې پيسې ورکوي؛ هر څه ته تيار دي. په دروغو، ظلم او د وعدو په ماتولو کې د پاکستان پوځ له ټولو درغلګرو نه مخکې دی. د لشکر طيبې، جيش محمد، البدر، حرکة المجاهدين او نورې ترهګرې ډلې د پاکستا مرتد پوځ ددې لپاره جوړې کړې دي چې په هندوستان کې پرې ترهګري وکړي او بيا دې ترهګرۍ ته د جهاد نوم ورکړي. حال دا چې د کشمير جنګ يواځې سياسي او د خاورې جنګ دی او له جهاد سره يې هېڅ تعلق نشته. که د پاکستان ترهګرې ډلې په ريښتيا جهاد کوي نو په هغه کمونست چين کې يې ولې نه کوي چې د شرقي ترکستان په مسلمانانو ظلمونه کوي؟!؛ خو پاکستان له چين سره د دوستۍ تودې اړيکې لري؛ نو ځکه د پاکستان په نوم جهادي ډلې هلته جهاد ناروا ګڼي. انګرېزي پاکستان د خپلو بادارانو (انګرېزانو) په پله تل د اسلام نوم د ځان د ګټو لپاره ډېر ناوړه استعما کړی دی. پاکستان يواځې په دې اسلامي نه شي ګڼل کېدی چې د عوامو اکثريت يې مسلمانان دي او جوماتونه او مدرسې لري….. په هندوستان کې مسلمانان، جوماتونه او مدرسې له پاکستان نه ډېر او ښه دي. د پاکستان ټول نفوس يو سل او اتيا ميليونه (۱۸۰۰۰۰۰۰) دي چې مسلمانان، هندوان، سيکان، کمونستان، عيسويان، يهوديان. قاديانيان، ذکريان او نور ټول پکې داخل دي. او په هندوستان کې يواځې خالص مسلمانان درې سوه او پنځوس ميليونه دي، چې مدرسې، جوماتونه، کتابخانې او اسلامي شعائر پکې له پاکستان نه څو چنده زيات دي او هندوستان اسلامي امت ته بې شمېره علماء، مفسرين، محدثين، فقهاء…. وړاندې کړي دي، د ديوبند غوندې نړيوال علمي مرکزونه په هندوستان کې دی، د تبليغ اصلي بنسټ او مرکز په هندوستان کې دی، د شاه ولي الله او مبارکفوري غوندې علمي کورنۍ او شخصيتونه په هندوستان کې دي، چې ټول اسلامي امت پرې وياړي، د ذ اکر نايک غوندې نابغه ګان په هندوستان کې دي. هندوستاني پوځ تر اوسه نه په کومې مدرسې بمبار کړی دی او نه په کوم جومات او نه يې جېلونه د پاکستان غوندې له مسلمانانو نه ډک دي…. نو له دې ټولو سره سره چې هندوستان اسلامي نه شي کېدی؛ نو پاکستان څنګه اسلامي کېدی شي؟!. په پاکستان کې له هندوستان نه جهاد في سبيل الله مخکې او زيا ت فرض دی، ځکه چې هندوستان اصلي کافر دی او زيان يې هم مسلمانانو ته له پاکستان نه کم دی؛ خو د پاکستان د مرتد پوځ او مرتد حکومت په مقابل کې جهاد مخکې دی، د اسلام ټول علماء وايي چې له مرتد سره جهاد له اصلي کافر نه مخکې دی لکه ابوبکر او صحابه و رضی الله عنهم چې له مرتدانو سره له اصلي کافرو نه مخکې جهاد وکړ.
هندوستان په افغانستان کې تعميري کارونه کوي. د پارلمان ودانۍ يې په سوونو ميليونونو جوړه کړه، په زرونو بسونه او ډېرې اسانتياوې يې افغانانو ته ورکړې، بندونه، سرکونه، روغتونونه او ګڼ د ودانۍ او خوشحالۍ کارونه کوي او په ميلياردونه ډالر يې د افغانستان د ودانۍ او ښېرازۍ لپاره ولګول او لګوي يې او پا کستان د افغانستان د ړنګولو لپاره بارود، وسلې او ترهګر رالېږي…. او بيا لا دا هيله هم لري چې افغانان دې له پاکستان سره ښې اړيکې وساتي!!!. افغانان الحمد لله پوهېږي او ټول د پاکستان د کرايې د قاتلانو او غلامانو غوندې احمقان او بې غيرته نه دي چې پاکستان دې افغانستان ورانوي او دوی دې ورسره له هندوستان نه ښې اړيکې ولري!!!. که پاکستان د افغانستان په هکله خپله درغلګره او ترهګره پاليسي بدله نه کړي او د ا موجوده افغان دښمنه پاليسي جاري وساتې نو مونږ مجبور يو چې ووايو: هندوستان زنده باد ، پاکستان مرده باد.
#یادونه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ټرايبل نیوز یوه آزاده ، خپلواکه او بې پلوه اداره ده چې پکې په سیاسي توګه د هر فریق نظر خپریږي خو د لیکونکي د شخصي نظر سره د ټرايبل نیوز متفق کیدل اړین نه دي که تاسو هم لیکنې خپرول غواړئ نو اړیکه راسره ونیسئ
[email protected]