افغانستان نظر او تحلیل

د سمنګانو د امنیت آمر د وسله والو په برید کې وژل شوی دی

د سمنګانو ولایت د امنیت آمر له شپږو نورو سرتېرو سره یو ځای وژل شوی دی. د راپورونو له مخې خواني طاهري تېره شپه د دره صوف بالا ولسوالۍ په یوه کلي کې له وسله والو طالبانو سره په نښته کې وژل شوی دی. د سمنګانو ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند منیر رحیمي وايي چې په پېښه کې تر ۳۰ پورې طالبان هم وژل شوي دي. دده په وینا طاهري د جګړې د مدیریت لپاره یادې ولسوالۍ ته تللی و، خو د وسله والو طالبانو په برید کې له شپږو نورو پولیسو سره یو ځای وژل شوی دی. هغه ویلي چې ولسوالۍ ته اضافي ځواکونه استول شوي دي او برید کوونکي وسله وال به وځپي. وسله والو طالبانو بیا تر اوسه ددغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه