افغانستان نظر او تحلیل

د ټاکنو کمیسیون ویاند: د ټاکنو لپاره به ۵۰۷۴ مرکزونه پرانیستي وي

راتلونکې شنبې به څه باندې پنځه زره مرکزونه د رایې ورکوونکو پر مخ خلاص وي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د ټاکنو لپاره جدي امنیتي تدابیر نیول شوي دي او زرګونه مرکزونه به فعال وي. د کمیسیون د ویاند خبره تر دې دمه امنیتي ادارو ورسره د ۵۰۷۴ مرکزونو د پرانیستل کېدو خبره تایید کړې ده. دده په وینا امنیتي ارګانونو ورته ویلي چې ددې مرکزونو امنیت تامین دی او خلک به په ډاډه زړه هلته رایه ورکړی شي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند حفیظ الله هاشمي همدا راز وویل، که د ځینو مرکزونو امنیت له خطر سره مخ کېږي نو هغه مرکزونه به تړل کېږي. هغه زیاته کړې، د ټاکنو کمیسیون یوازې هغه مرکزونه فعال ساتي چې امنیتي ارګانونه یې د امنیت ډاډ ورکړي. نوموړي وویل، چې ټاکنې به د شنبې په ورځ ترسره کېږي او د ټاکنو کمیسیون به وخت پر وخت د ټاکنو د سم مدیریت لپاره له رسنیو او خلکو سره په اړیکه کې وي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه