نړۍ نظر او تحلیل

د نړۍ د سترې کمپنۍ، مایکروسافټ بنسټګر د سرطان له امله ومړ

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې پاول آلن له سرطاني ناروغۍ ځورېده. رسنۍ وايي هغه نن د همدې ناروغۍ له امله د پنځه شپېتو کلونو په عمر ومړ. هغه امریکايي میلیونر وو او له هغو لومړنیو کسانو وو، چې له بېل ګېټس سره یې یو ځای د نړۍ د یوې سترې ټکنالوژيکي کمپنۍ (مایکروسافټ) بنسټ کېښود. پاول آلن او بېل ګېټس د ماشوماتوب ملګري وو، چې پر خپلو پر له پسې هڅو یې د نړۍ بڼه بدله کړه او د لومړي ځل لپاره یې د وړو کمپیوټرونو پر اختراع او دوی ته پر سافټ ویر جوړولو کار پیل کړ. د مایکروسافټ مشر بېل ګېټس په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د پاول مرګ تایید کړی دی او وايي دغه پېښې یې زړه مات کړ. دده په خبره الن یو نوښتګر او په کار پوه انسان وو، چې په هڅو یې د نړۍ یوه ستره کمپنۍ تر بریا ورسېده.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه