نظر او تحلیل

د قطر پوهنتون د لیسانس سکالرشیپ

د قطر پوهنتون چې په نړیواله درجه بندۍ کې هم راځي، د ۲۰۱۹ پسرلي (spring) لپاره د تېر په څير یو ځل بیا د نړیوالو او قطري محصلینو لپاره د لیسانس په کچه سکالرشیپونه اعلان کړي دي، هر هغه څوک چې دولسم څخه تازه فارغ شوی وي او غواړي چې لوړو زده کړو ته هم ادامه ورکړي، نو د دوی لپاره یو زرین چانس دی.

د یادونې وړ ده چې سکالرشیپ ازموینې ته ضرورت نه لري، بلکې په انلاین بڼه  نوم لیکنه ورته کیږي(http://www.qu.edu.qa/students/admission/scholarships/how-to-apply-for-a-scholarship) او بیا د پوهنتون اداره د دولسم ټولګي د نمرو او نورو اکاډیمیکو لاسته راوړنو په اساس محصلینو ته سکالرشیپ ورکوي.

مینوال کولائ شي چې لاندې پوهنځیو لپاره نوم لیکنه وکړي: تعلیم او تربیه، ادبیات، انجینري، اقتصاد، حقوق، شرعیات او تعلیمات اسلامي.

وخت: د روان کال اکتوبر له ۱۴ نه د نومبر تر ۶ پورې نوم لیکنه دوام لري. د یادونې وړ ده چې اړین اسناد لکه دولسم شهادتنامه، پاسپورت، انځورونه، د صحت سرټیفکټ باید د نوم لیکنې پر مهال موجود وي.

سکالرشیپ کې د سمستر فیس، لیلیه، ترانسپورت او  کال کې یو ځل نړیوال محصل لپاره د الوتکې ټکټ هم ورکول کیږي.

د تدریس ژبه انګلیسي او عربي ده، که څوک د انګلیسي یا عربي ژبې سرټیفکټ ولري نو هغه د ژبو له زده کړې څخه مستثنی دی.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره د قطر پوهنتون رسمي ویب سایټ کتل مه هیروئ: http://www.qu.edu.qa/

سرچینه: محصلین