خبرپاڼې خبرونه

جمهوررئیس غني: د افغانستان هېڅ ځای باید له سولې بې برخې نشي

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان داسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف  غني، په ارګ کې د خبریالانو د ملاتړ صندوق د پرانیستې په مراسمو کې وویل، پر ملي یووالي برید، له خلکو او نظام سره دښمني د افغانستان د دښمنانو تګلاره ده. هغه وویل، زموږ نېک میراث، زموږ یووالی دی او د دې پر ساتنې او پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.

د جمهوررئیس غني په باور پر هر کوچني، ښځې، نارینه او قوم برید، په نظام برید دی چې د زغملو وړ نه دی. هغه زیاتوي، زموږ اساسي قانون د ازاد بحث او د افغانستان د خلکو د اجماع پایله ده چې د هېواد په تاریخ کې ساری نه لري.

جمهوررئیس محمداشرف  غني سوله د خلکو جدي اړتیا وبلله وې ویل، د افغانستان هیڅ ځای باید له سولې بې برخې نه شي، هغه سوله د افغانستان د ودې او اقتصادي پراختیا عامل وباله.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ