افغانستان

غزنی: د يو ښوونځي مدير ښوونکي او زده کوونکي ډبولي

(نن ټکی اسیا):

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۴تلې، ۱۳۹۷ل): د غزني ولايت مرکز کې د نجونو د یوه ښوونځي ښوونکي او زده کوونکي د مدير او د هغه پلويانو له لوري ډبول شوي دي.

د غزني ښار د کلا شاه سيمه کې د عبدالعلي مزاري د نجونو منځي ښوونځي زده کوونکي او ښوونکي وروسته له هغه د مدير او د هغه پلويانو له لوري وډبول شول چې زده کوونکو د مدير د فساد او دندې په ښه توګه د نه ترسره کولو له امله اعتراض وکړ.

د ياد ښوونځي يو شمير زده کوونکي په غزني ولايت کې د ولايت مقام مخې ته راټول شوي وو او د مدير د خپلوانو له لوري له وهلو ټکولو څخه يې شکايت کاوه.

زده کوونکو او سرپرستانو يې ويل چې مدير په ښوونځي کې په پراخ فساد کې ښکيل دی او په سمه توګه خپله دنده پرمخ نه وړي نو دوی يې ځکه په وړاندې اعتراض کړی دی.

زده کوونکو وويل چې که حکومت د دوی پوښتنه ونه کړي او په ښوونځي کې د روان فساد مخه ونه نيسي دوی به د اعتراض په توګه ښوونځي وتړي.

دوی وايي چې کله دوی له اعتراض نه وروسته بيرته ښوونځي ته راغلل نو د مدير په امر د هغه خپلوانو ځينې ښوونکي او زده کوونکي وډبول او توهين يې کړل.

د غزني د پوهنې رئيس محب الرحمن انصار مني چې د ښوونځي د مدير او زده کوونکو ترمنځ ستونزه رامنځته شوې ده خو وايي چې د موضوع د څېړنې له پاره يې پلاوی ليږلی دی.

دغه ښوونځي چې د غزني ښار په کلا شاه سيمه کې موقعيت لري نژدې ۲۰۰۰ نجونې او هلکان په کې په زده کړو بوخت دي.

د دې ښوونځي مدير تر اوسه په دې تړاو رسنيو ته له څه ويلو څخه ډډه کوي.