افغانستان

طالبانو هرات کې ۱۱۰ کورنیو ته نغده مرسته ورکړه

(عزم ویب پاڼه):
عزم:سیشنبه/۲۳/تله/۱۳۹۷ل- طالبانو هرات کې بیوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو مرسته کړې ده.
د ترلاسه شوی خبر له مخې، د تیرې شنبې په ورځ په شینډنډ، ادرسکن، او انجیل ولسوالیو کې د طالبانو د مؤسساتو کمیسیون په ۱۱۰ بېوزله کورنیو مرستې وویشلې.
له سیمې ترلاسه شوی خبر وایي چې د نورو اجناسو سربیره هرې کورنۍ ته دوه نیم زره افغانۍ نغده مرسته هم ورکړل شوه.
د یادونې وړ ده چې تیرو ۵ کلونو راهیسې طالبانو په زرګونو بیوزله هیوادوالو مرستې ویشلي او د کال په ټولو فصلونو کې ددوی مرستې جاري وي.

Tags