نړۍ

عربستان: د جنګي الوتکې نسکوریدو کې ۲ پیلوټان وژل شوي دي

(عزم ویب پاڼه):
عزم: سیشنبه/۱۳۹۷/۷/۲۴- سعودي عربستان کې یوه جنګی الوتکه نسکوره شوې او دوه پیلوټان پکې وژل شوي دي.
د عربستان دفاع وزارت وایي چې د هیواد په شمال لویدیځ سیمه کې د هوايي ځواک یوه الوتکه د روزنېزې الوتنې مهال نسکوره شوې او دواړه پيلوټان یې وژل شوي دي.
د ویناپاڼې له مخې، یوه «هاک» ډوله الوتکه پرون ماسپښين د روزنيزې الوتنې مهال د تبوک ښار لویدیځ کې د شرما په لاره نسکوره شوې ده.
تراوسه د پیښې لامل ندی ښودل شوی خو ویل شوي چې د پیښې پلټنې روانې دي.