نړۍ

پاکستان هغه ځیرک موبایلونه بندوي چې له دوی سره راجسټر نه وې

(ټرایبل نیوز):
د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د هېواد په ټولو برخو کې هغه مبایلونه چې د پاکستان مخابراتي ادارې سره راجستر شوې نه دي له شلم اکتوبر وروسته بند کړي.
د پاکستان حکومت غواړي هغه مبایلونو چې دغه هېواد ته په قاچاقي لارو وړل کیږي مخه ونیسي، ددې لپاره یې د مبایل کاروونکو لپاره د پیغام له لارې سپارښتنه کړې چې خپل مبایلونه له یادې نېټې وړاندې راجستر کړي.
خو پاکستان میشتو افغانانو او نورو ته دا ستونزه رامخته شوې چې څنګه خپل مبایلونه راجستر کړي او یا څنګه معلومه کړي چې مبایلونه یې قاچاقي نه دي؟
د پاکستان مخابراتي شبکې (PTI) له وینا سره سم لومړی د خپل مبایل IMEI نمبر معلوم کړئ او بیا د هغې له لارې د خپل مبایل حالت معلوم کړئ چې راجستر دی یا نه، د مبایل IMEI نمبر معلومولو لپاره له خپل مبایل څخه *#06# نمبر ووهئ، د مبایل IMEI نمبر به مو څرګند شي، او یا مو د مبایل تر شا وګورئ د IMEI نمبر چې ۱۵ عدده دی موجود وي، هغه نمبر به راواخلئ او د پیغام له لارې به یې د 8484 شمېرې ته واستوئ.
د یادې لارې ترسره کولو نه وروسته به له څلورو څخه یو پیغام موصول کړئ.
لومړی: چې ستاسې مبایل «باوري دی» (Valid IMEI)، دا مهال د هیڅ فکر کولو اړتیا نشته، ددې معنا دا شوه چې مبایل مو له نړیوالې مخابراتي شبکې (GSMA) سره راجستر دی او له شلم اکتوبر وروسته به په اتومات ډول له پي ټي آی سره هم راجستر شي.
دویم: پیغام به «موافقت لري» (Compliant IMEI) وي، دا مهال هم هیڅ کول نه دي پکار، معنا دا چې مبایل مو له نړیوالې او پاکستانۍ شبکې دواړو سره راجستر دی.
درېیم: به تاسې ته د «موافق نه دی» (Non complaint) پیغام موصول شي، معنا دا چې مبایل مو نه هم له نړیوالې شبکې او نه هم د پاکستان مخابراتي شبکې سره راجستر دی، په داسې حال کې به دغه مبایل په تمامه توګه نه بلاک کیږي خو په دې مبایل کې به یوازې هغه سیم کارت کار ورکوي کوم چې په شلم اکتوبر په دغه مبایل کې موجود وي.
څلورم: به تاسې ته د «باوري نه دی» (Invalid IMEI) پیغام درکړل شي، معنا دا چې دغه مبایل خو یا د غلا دی او یا په قاچاقي ډول پاکستان ته وړل شوی دی، دغه ډوله مبایل به له کاره وغورځول شي، خو ددې د راجستر کولو لار د پي ټي آی سره د پاکستاني شناختي کارت په واسطه په اسانۍ سره کیږي.
ویل کیږي چې په یوه میاشت کې پاکستان هېواد ته له ۲۰۰ زرو ډیر مبایلونه په قاچاقي لارو وړل کیږي، چې هلته بیا په پاکټ بند کیږي او د نوي مبایل په بڼه بازار ته وړاندې کیږي.