نظر او تحلیل

د امريکا او سعودي ياري په ړنګيدو ده

پر اسلامي نړۍ د خپل کنترول او نيواکګرۍ لپاره امريکا له يو شمير عربي هېوادونو سره د يارانې مزي غځولي، چې پکې مصر، قطر، يمن، امارات، سعودي او… شامل دي. امريکايي چارواکو دا درک کړه چې په عربي هيوادونو کې افغانان د خپلې عقيدې په اساس سعودي ته زيات د قدر په سترګه ګوري. د روسانو په مقابل کې افغانانانو سره امريکا ټولې نظامي او مالي مرستې د سعودي په نوم کولې، چې مصري کلاشينکوف او د سعودي په نوم مرستې افغانانو ښه په وياړ اخستې.

افغانانو تل د خپلې عقيدې پر بنسټ په سعودي کې د مقدساتو او آن د خاورې قدر و عزت کړی او کوي ېې. امريکا په همدې خاطر افغانستان ته يواځې د مرستندويه ادارو په نوم خپل جنګي مشاورين نه، بلکې ژورنالستان، رنځپوهان، سياستوال او آن استخبارات ېې هم راوليږل، چې هغه مهال به پرې د مسکو او کابل د کمونستي حکومت ليکوالو مقالې ليکلې، خو موږ به د هغوی ليکنې بابيزه او تبليغاتي ګڼلې.

اوس د وخت په تيريدو او پر عراق له بريده وروسته څرګنده شوه چې امريکا له عربي هیوادونو سره د يارانې مزي د څه لپاره غځولي وو. د يمن، سوريې، مصر، عمان، اردن، قطر او دا دی اوس د سعودي عربستان او امريکا تر منځ چې کومه شولانګه روانه ده، ترې په ډاګه څرګنديږي چې د سعودي سره امريکا په کومه موخه يارانې ته سا اوږده کړې ده؟ د څه لپاره يې په افغانستان کې خپل غشي د سعودي له ليندۍ پر روسانو ويشتل؟ څرنګه يې د سعودي له پاک نوم نه غلطه ګټه پورته کوله؟ او د څه لپاره يې د عربو په جامه کې افغانستان ته خپل استخبارات ليږل؟

دا هر څه له تيرو څلويښتو کالو راهيسې پټ وو. خاشقجي د څه لپاره افغانستان ته ليږل کيده؟ او د څه لپاره امريکا له خاشقجي د ژورنالست په نوم کار اخست؟ دا دی څلويښت کاله وروسته له حقيقته پرده پورته شوه. نړۍ پرې پوهه شوه او سعودي چارواکي به هم پوهه شوي وي. امکان لري نور سعودي د عربي ائتلاف په مشرۍ کې يمني مسلمانان په بمباريو ونه وژني.

د تيرو څلويښتو کالو راهيسې چې سعودي د اسلامي هېوادونو پر ځای امريکا ته اوږه نږدې کړې ده، ثمره يې خپله وليده. د مخه چې د برتانيې او سعودي کومه يارانه وه، مزي يې د امريکا سره تر يارانې مرغلين وو. په ١٩٥٤زکال د برتانيې لومړي وزير وينسټن چرچل ته د سعودي پاچا عبدالعزیز ابن سعود ملمستيا کړې وه، چې د برتانيې لومړي وزير چرچل ته د ستنېدا پر مهال سعودي پاچا عبدالعزیز ابن سعود په يارانه کې يوه پشکوزه، خنجر او د الماسو ګوتې ډالۍ کړې.

برتانيې هم سعودي سره ياري وپالـله او ابن سعود ته يې د رولزرايس موټر وليږه. د برتانيې تر څنګ سعودي له امريکا سره هم د خپل ځان د ساتلو په غرض د يارانې مزي وغځول، د تير ٢٠١٧ز کال د مئي په مياشت کې ټرمپ سعودي ته سفر وکړ، سعودي چارواکو ټرمپ ته څو تورې، خنجر، له څرمنې جوړ توکي، د توپانجې تیکه، له سرو جوړ وسایل، ګلیبند، عطر، ورېښم او هنري اثار ډالۍ کړل. له دې مخکې سعودي چارواکو چې په افغانستان کې امريکا او په فلسطين کې اسرائيلو بې ګناه مسلمانان د جګړې په اور کې سوځول او لا يې سوځوي، سعودي پاچا د ۲۰۱۵ ز کال په سپټمبر کې باراک اوباما ته له سرو زرو جوړه د آس مجسمه ډالۍ کړې وه، خو اوس رسنيو ليکلي چې د واشنگټن پوست خبريال خاشقجي په استامبول ښار کې د سعودي په کونسلګرۍ کې تری تم دى. داسې ښکاري چې د خاشقجي پر سر به د امريکا او سعودي يارانه ړنګه شي.

که برتانوي او امريکايي استازو په سعودي کې جوړيدونکي نړيوال کنفرانس کې ګډون ونه کړ؛ نو داسې به وګڼو چې د محمد بن سلمان او ټرمپ يارانه نوره پای ته ورسيده.

سرچینه: کابل ټکی کام