نظر او تحلیل

په غزني کې ولي ټاکنې نه ترسره کیږي؟

شاهد (غزنیوال)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون پریکړه کړې چې په غزني ولایت کې به ټاکنې نه تر سره کیږي.

د غزني ولایت لپاره دغه انتخاباتي استثناء نه قانوني مجوزلري او نه هم کومه معقوله توجیه.

یواځې دا چې دولت غواړي ولس په دې خبره تیرباسي چې نور ټول هیواد ګل ګلزار دی فقط غزنی دی چې امنیتي ستونزې لري ځکه به هلته ټاکنې نه ترسره کیږي.

که له دولتي او په تیره ټاکنیزو چارواکو وپوښتل شي چې غزنی خو هم د افغانستان په جغرافیه کې داخل ولایت دی ، په راتلونکي زعامت ټاکلو کې به د یاد ولایت د ملیونونو خلګو د رایو برخلیک څه وي ؟ حتما به یې په اړه ځواب صفر وي.

حقیقت دا دی چې تر امریکايي اشغال لاندې ټول دولتي فعالیتونه دغه ډول نامعقول فرضي نمایشات دي چې یو یې هم عملي او تطبیقي جنبه نه لري.

مثلا امریکايي چارواکي په افغانستان کې د قانون حاکمیت، د امنیت تأمین، د هیواد بیارغونه او اوسنیو پیلیدونکو ټاکنو د نورمال تر سره کیدو ادعاء لري ، خو دا هرڅه تشې ادعاوې اوافغانان د سر په سترګو ویني چې په واقعیت کې دلته نه د قانون شته ، نه امنیت شته ، نه بیا رغونه او نه هم عملي انتخابات.

مونږ به یواځې د ټاکنو په اړه څو وضاحتونه دلته وړاندې کړو:

له قانوني اړخه انتخابات چې په حقیقت کې یوه ملي پروسه او د ملت د زعامت برخلیک ورپوري تړلی دی باید په داسې چاپیریال کې تر سره شي چې هلته د کاندیدانو او رایه اچوونکو په وړاندې هیڅ ډول موانع نه وي موجود.

زمونږ په هیواد کې چې اوس د ټاکنو په نوم کومه پروسه ترلاس لاندې ده د رأیه اچوونې لپاره ورکې هیڅ ډول شرائط نه دي برابر؛ ځکه خپله امریکایان چې د دغې پروسې د تمویل او تجهیز چارې یې په غاړه دي ښکاره اعتراف کوي چې ترنیمايي زیات افغانستان د دولت د مخالفینو (طالبانو) تر واک لاندې دی.

پر دې علاوه کومې سیمې چې ادعاء کیږي دولت ورباندې حاکم دی په هغو کې د امنیتي ګواښونو له کبله د ټاکنو د کمیسون په اعتراف تنها په لسو ولایتونو کې ۴۳۱ د رایې ورکولو مرکزونه تړلې دي .

حتی لوګر ولایت چې له پلازمینې کابل سره په پوله پروت دی اکثریت ټاکنیز مرکزونه ورکې تړلي دي.

د غزني ګاونډی ولایت زابل تر غزني ډیر ناامنه دی ، ځکه د غزني په هزاره میشتو ولسوالیو کې نسبي امنیت شته دی خو په زابل کې دا امنیت حتی د هغه په مرکز قلات کې هم نشته دی.

په غزني او زابل سربیره پلازمینه کابل هغه ولایت دی چې نه ورکې کاندید ځان خوندي ګڼې او نه هم هغه ته رایه ورکوونکی.

تراوسه پوري چې ټاکنو ته لا تقریبا یوه اونۍ وخت پاتې دی د جبار قهرمان په شمول لس تنه کاندیدان وژل شوي او په سلګونه د هغوي پلویان یا په ټاکنیزو کمپاینونو کې ګډونکوونکي کسان وژل شوي دي.

خو د دې باوجود هم د ګډ حکومت دروغجن دفاعي چارواکي لګیادي خلګوته په ټاکنو کې د امنیت د خوندیتوب ژمنې ورکوي او په نورمال ډول د ټاکنیزې پروسې د پلې کیدو پوچې ادعاوي …

سرچینه: نن ټکی اسیا