نظر او تحلیل

جبار قهرمان څوک و؟ لنډه پیژندنه

لیکوال: صابر جان

جبار قهرمان په اصل کښې د کندهار د میوند ولسوالۍ اوسیدونکی او یو کمونیستي جګړه مار و او د خلګو په وژلو ورته د افغانانو قاتل نجیب د قهرمان لقب ورکړی وه.

جبار قهرمان د کمونیستانو په وخت کښې د کندهار په میوند ولسوالۍ کښې لوی قتل عام وکړ چې تر دوه زره پورې بې ګناه هیوادوال یې شهیدان او ځیني حتی ژوندي تر ټانګانو لاندې کړل.

نوموړي په دوهم ځل د کمونیستانو په دوره کښې د هلمند په مارجه ولسوالۍ کښې قتل عام وکړ، او تر پنځه سوه پورې بیګناه هیوادوال یې شهیدان کړل.

دغه جګړه مار په کورنیو جګړو کې هم لاس درلود، خو کله چې د طالبانو حکومت راغی نوموړی ایران ته وتښتید.

کله چې مریکایي اشغالګر راغلل جبار قهرمان هم ورسره راغی. قهرمان دا ځل خپل رنګ ته تغیر ورکړ او د جګړو پر ځای یې سیاسي لاره اختیار کړه او د هلمند څخه یې ځان پارلمان ته کاندید کړ او د ولسي جرګې غړی شو.

جبار قهرمان په دې اخرو دوو کلنو کې یوځل بیا خپل زوړعادت جګړي ته مخه کړه او په هلمند کې قومې تعصباتو پیدا کولو کې یې کوښښ وکړ.

نوموړي په هلمند کې د غلو غاصبینو قاتلانو یوه بدنامه ډله د مادرسولیانو او سنګوریانو په نوم جوړ کړه چې په وحشت غلا چور چپاول کښې تر اربکیانو څو چنده مخکې وه.

قهرمان د ملکي خلګو وژنې ته هغه وخت نوره هم لاره هواره کړه چې خپلې ډلې ته یې وویل چې هرځای مو د طالب جسد راووړ نو یونیم لک افغانۍ درکوم.

ددې اعلان وروسته سنګوریانو هر ږیره لرونکی کس واژه او جبار قهرمان ته یې راووړ او یونیم لک افغانی به یې پرې اخیستلې خو دغه جګړه مار ډیر وخت د طالبانو مقابلې ته ټینګ نشو بلکې په تیښته کابل ته بریالی شو او هلته یې د تلویزونونو د لاري لافو شافو ته ادامه ورکړه.

دا دی نن د طالبانو له خوا په هلمند کې په جزا ورسول شو.

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

یادونه: محصلین سایټ کې هره نشر شوې لیکنه د لیکوال شخصي نظر دی، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی.

سرچینه: محصلین