نظر او تحلیل

د امریکایانو شتون د ولس ضرورت او که د کابل د ادارې؟

ليکوال: عزام حقاني

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسملیار ویلي چې غوڅ اکثریت هیوادوال د امریکایانو له شتون سره مخالف دي خو بیا هم د امریکایانو د فوځي مراکزو شتون دلته یو ضرورت دی.

نه پوهیږم چې ښاغلی مسلمیار به ضرورت څه ته وایې؟

د امریکایانو په شتون کې په کنړ او ننګرهار باندې د پاکستان له لوري راکیټي ګذارونه ، د ډیورنډ پر پوله د پاکستان لخوا د اغزن تار تیرول ، د تورخم پر دروازه ګیټ نصبول ، پنځه کیلومټره د افغانستان خاوره کې د پاکستاني پوځیانو لخوا پوستې جوړول، له پاکستان سره د پردې تر شا د ډیورنډ تحمیلي پوله امضاء کول، د ایران ، هند او نورو هیوادونو ښکاره لاسوهنې هغه څه دې چې د همدې بهرنیانو په موجودیت کې د ستراتیژیک تړون سربیره کیږي!!! خو په وړاندې یې هیڅ نه دي شوي نه د بهرنیانو لخوا او نه هم د ایجنټې ادارې لخوا څخه!! اخیر دې خارجیانو زموږ کوم حفاظت کړی او زموږ کوم ضرورت یې پر ځای کړی؟ غیر له دې چې په هرو څلرویشتو ساعتونو کې دیرش ملکي هیوادوال د دوی په وحشي او ړندو بمبارویو کې له لاسه ورکوو !!! هره ورځ یوه افغانه کورنۍ د غم پر ټغر د دوی لاسه ناسته وي ، هره ورځ مو د هیواد یوه برخه په امریکایي بمبار کې کنډواله شوې او خرابه شوې وي!!

همدا راز د دوی په موجودیت کې هیواد په فساد ، بې امني ، ظلم او وحشت کې د نړۍ د فاسدو هیوادونو په دویم او څلورم نمبر کې راځي.

د همدې بهرنیانو په راتګ سره زموږ هیواد د مخدره موادو په ستر واردوونکې مرکز بدل شوی!!

د نظام او قدرت واګې یې داسي کسانو ته سپارلې چې په نوره نړۍ کې په یوه هوټل کې د شاګردۍ وړتیا هم نلري خو دلته په افعانانو واک او حکومت کوي!! د همدې امریکایانو په زور!

د لوږې او فقر کچه د اوج په نقطه کې ده د نړیوالو رسنیو د راپورونو په اساس څه د پاسه ۱۳ میلونه افغانان خوراکي توکو ته اشدت اړتیا لري ، که عاجلې مرستې د مرستندویه ادارو لخوا ونشي ژوند یې له ګواښ او خطر سره مخامخ دی!!

په اخیر کې دا وایم چې د افغانانو د ټولو ستونزو او په لیکنه کې د ذکر شویو ناخوالو اصلي ریښه د امریکایانو په شتون او دلته پاته کیدو کې ده.

کوم کسان چې د امریکایانو د پاته کیدو خبره کوي او د وتلو مخالفت یې کوي هغوی هغه څوک دي چې د امریکایانو له وتلو سره دوی نور په خپل موقف او چوکۍ نشي پاته کیدلی ، د دوی بقاء او شتون د امریکایانو تر موجودیت پوري ده نو ځکه په ټوله معنی کوشش کوي چې امریکایان دلته پاته شي چې یو څوکاله نور هم دوی د افعانانو په سرنویشت مزې او چړچې وکړي.

ځکه دوی پوهیږي چې موږ په تیرو ۱۷ کلونو کې له افغانانو سره د امریکایانو په ملتیا هغه مظالم وکړل چې خامخا به یې افغان ولس حساب را سره کوي.

هغه پښتانه یوه خبره کوي چې پیشو د خدای لپاره موږک نه نیسي ، نو دا منفور، ډارن، په فساد او غلا کې ډوب چارواکې هسې بې ځایه د امریکا د پاته کیدو خبره نه کوي ځکه د دوی خولې د امریکایانو په شتون کې ډکې دي او د امریکایانو له وتلو سره به د دوی کډې په شا وي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــ

يادونه: په محصلين ويب پاڼه کې هره خپره شوې لیکنه يوازې د لیکوال نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی.

سرچینه: محصلین