افغانستان نظر او تحلیل

سولې شورا: ولسمشر طالبانو سره مذاکره کوونکی پلاوی ټاکي

د سولې شورا وایي، چې ولسمشر غني له وسله والو طالبانو سره د سولې د مذاکره کوونکي ټیم د ټاکلو لپاره له سیاسيون او ولس سره سلا مشورې کوي. د یادې شورا د دارلانشا رییس اکرم خپلواک نن په کابل کې له سیاسي څېرو سره په یوه ناسته کې وویل، چې د یاد ټیم د ټاکلو لپاره به ولسمشر له سیاسي مشرانو او ولس سره سلا مشورې کوي. نوموړي ویلي چې ولسمشر به داسې یو پلاوی وټاکي چې د افغان حکومت سمه استازولي وکولی شي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ویل کېږي، د سولې پروسه مهم او اساسي پړاو ته رسېدلې ده او د افغان سولې لپاره د امریکا استازي زلمي خلیلزاد اسیایي هېوادونو ته تر سفر مخکې پر افغان حکومت او طالبانو غږ وکړ چې د سولې خبرو لپاره دې با صلاحیته پلاوی وټاکي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه