افغانستان نظر او تحلیل

ولسمشر غني: وحشیانه برید د هېواد یو زړه ور بچی شهید کړ

ولسمشر غني د عبدالجبار قهرمان پر وژل کېدو غبرګون ښودلی دی. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې دغه برید وحشیانه او غیر انساني بلل شوی دی. ولسمشر ویلي چې د هېواد د یووالي، پرمختګ او شخصیتونو دښمنانو نن سهار د عبدالجبار قهرمان پر ټاکنیز کمپاین برید کړی دی. دده په خبره په دغه برید کې د هېواد یو زړه ور او وطن دوست بچی وژل شوی دی. ولسمشر ویلي چې دغه ډول بریدونه، غیر انساني، غیر اسلامي او له ټولو نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي. دده په خبره د هېواد دښمنان په دغه ډول بریدونو افغانان له خپل پرمختګ نه شي راګرځولی. ولسمشر عبدالجبار قهرمان یو زړوه ور، وطن دوست، د ملي فکر خاوند او خدمتګار افغان یاد کړی دی. نوموړي د پېښې د هر اړخیزې پلټنې امر کړی دی او امنیتي ادارو ته یې لارښوونه کړې چې په دې اړه ټول معلومات ورسره شریک کړي. بل پلو وسله والو طالبانو بیا ویلي چې عبدالجبار قهرمان یې له خپلو درېیو مهمو سلاکارانو سره یو ځای په یوه تاکتیکي برید کې وژلی دی. دوی عبدالجبار قهرمان پخوانی کمونیست یاد کړی او د برید مسوولیت یې منلی دی.

 

سرچینه: مسیر ورځپاڼه