افغانستان نظر او تحلیل

ضمیر کابلوف: په پارلمان کې د امریکا پلویان پر امنیتي تړون بیا کتنه نه کوي

په افغانستان کې د امریکایانو حضور ددغه هېواد له ثبات سره هېڅ مرسته نه ده کړې. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، دا سمه ده، چې د امریکايي ځواکونو حضور د افغانستان نظام له ړنګېدو ژغوري، خو ددغه هېواد په ثبات او امنیت کې یې هېڅ مثبت اغېز نه دی لرلی او نه به هم په راتلونکې د ثبات سبب شي. کابلوف وايي د امریکايي ځواکونو حضور نه یوازې افغانستان بلکې ټوله سیمه نارامه کړې ده. هغه وايي ددې سترې ستونزې تر څنګ افغان حکومت او یا هم د افغانستان پارلمان پر امنیتي تړون بیا کتنه نه کوي. کابلوف وایي په پارلمان کې لسګونه امریکا پلوي کسان شته دي او دوی به هېڅ وخت اجازه ور نه کړي چې پر امنیتي تړون له سره کتنه وشي. نوموړي ویلي دغه تړون د افغانستان لپار ګټې نه دي لرلې، ځکه امنیت یې نه دی راوستی او برعکس جګړې شدیدې شوې او نوې ترهګرې ډلې رامنځ ته شوې.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه