نظر او تحلیل

د قهرمان وژل کیدل ټاکنیزو کاندیدانو ته څه پیغام لرلای شي؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

د هلمند د دولتي چارواکو د وینا له مخې له هلمند ولایت څخه ولسي جرګې ته نوماند جبار قهرمان نن غرمه د نوموړي پر ټاکنیز دفتر د برید له کبله له خپلو ۶ تنو ساتونکو سره یوځای ووژل شو.

د ټاکنیزې پروسې له پیلیدو راهیسي فقید قهرمان لسم نوماند دی چې د انتخاباتي هلو ځلو پرمهال وژل کیږي او تر څنګ یې لسګونه پلویانو ته مرګ ژوبله اوړي.

سره له دې چې د قهرمان تر وژل کیدو دری ورځې وړاندې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ویاندویانو د ناټو ویاند تر نظارت لاندې ټاکنیزو نوماندانو او د هغوی رایه ورکوونکو ته اطمنان ورکړ چې ۵۰ زره دولتي سرتیري به ستاسي امنیت ساتي او د ټولو ټاکنیزو مرکزونه امنیت به ټینګوي.

خو اوس چې د ټاکنو تر پیل یوه اونۍ وړاندې د جبار په څیر مهم او له امنیتي نزاکتونو سره بلد قهرمان د دې پروسې قرباني کیږي ښايي دا کار د نورو نوماندانو لپاره یو د عبرت وړ پیغام له ځانه سره ولري.

دولتي چارواکي ښايي بیا هم ټاکنیزو نوماندانو ته دا د تیر ایستنې ډاډ ورکړي (( چې مونږ په یوه جګړه ییز وضعیت کې قرار لرو او په داسي وضعیت کې د یوه ، دوه ، دري …او لسو نوماندانو وژل کیدل عادي خبره ده ، مونږ باید حوصله له لاسه ور نه کړو او دا وژنې مو د دیموکراتیکو آرمانو د پلي کیدو په لاره کې باید خنډ ونه ګرځي … ))

خو واقعیت دا دی چې د قهرمان په څیر مهمې څیرې دغه ډول وژل کیدل د دې پروسې نورو نوماندان ته یو د خطر زنګ دی چې باید هغوی ورته متوجه شي.

ځکه قهرمان یوعادي نوماند نه ؛ بلکې هغه له کمونیستي کودتا را نیولې تر اوسه پوري د یوه مهم او مطرح پوځي شخصیت په توګه د هیواد په پوځي بهیر کې فعال رول درلودلی.

نوموړي په وروستیو کلونو کې د هلمند د اوپراتیفي مسؤل او د یاد ولایت لپاره د ارګ مشر غني د خاص استازي دنده ترسره کړې او اوس بالفعله د ولسي جرګې د برحاله غړي په توګه په هلمند کې د سنګوریانو په نوم د پوځي تشکیل حمایت له ځانه سره درلود.

دا چې ښاغلي قهرمان له دومره پوځي او اومنیتي مشخصاتو سره سره خپل ځان د طالبانو له کړي ګواښ څخه خوندي نه کړای شو نو نور عادي نوماندان چې نه د قهرمان په څیر پوځي قهرماني او نه هم د هغه په څیر دولتي سیکورټې لري څرنګه وکولای شي د وینو او باروتو له لوخړو څخه ځان د پارلمان احتمالي بریالیتوب ته ورسوي؟

سرچینه: نن ټکی اسیا