نظر او تحلیل

عبدالجبار قهرمان څوک ؤ او څرنګه ووژل شو؟

لیکوال: سید حکمت الله
پخوانی کمونیست جنرال او په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت نوماند استازی عبدالجبار قهرمان د محمدحسن زوی په ۱۳۳۷ هـ ش کال کې د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې زیږېدلی، په ۱۳۶۱ کال کې د کابل حربي ښوونځي نه فارغ او دوه کاله وروسته یې له حربي پوهنتون څخه د لیسانس سند ترلاسه کړ، چې له هغه وروسته یې د شوروي اشغال پرمهال د وخت کمونیستي رژیم په چوکاټ کې د پخوانیو مجاهدینو او افغان ولس پرضد جګړو کې فعاله ونډه واخیستله.
د شوروي اشغالګرو پوځیانو د شتون پرمهال او د شوروي عسکرو له وتلو وروسته د شورویانو په لاس کینول شوي کمونیستي رژیم په وروستیو کلونو کې عبدالجبار قهرمان د کندهار د میوند ولسوالۍ د لوا قومندان او تورن جنرالۍ تر رتبې ورسېده، چې د کمونیستی رژیم د وروستي مشر ډاکټر نجیب الله تر سقوط پورې په سویلي حوزه کې درژیم په پلوۍ د دولتي عسکرو او ملیشو د قومندان په توګه پاته شو.
په ۱۳۷۰ هـ ش کلونو کې ښاغلي قهرمان د خپلې قومندانۍ پرمهال یې په کندهار او هلمند ولایتونو کې د شوروي اشغالګرو او کمونیستي رژیم ضد ولسي پاڅونوالو پرضد پوځي عملیاتو کې یې له زیاتې قوې کار واخیست او ځینو سیمو کې د افغانانو په عام وژنه هم تورن شو.
تورن جنرال عبدالجبار قهرمان د ۱۳۷۰ هـ ش کال په مني موسم کې هغه مهال د سویلي حوزې مشهور جهادي قومندان ملا محمدرباني اخوند (د طالبانو د وزیرانو شورا مشر) په مشرۍ د مجاهدینو له لوري سخت وځپل شو، چې د زابل ولایت مرکز کلات ښار محاصرې ماتولو لپاره یې له کندهار ولایت څخه زرګونه ملیشې او عسکر د کلات ښار لورته مارش کړل.
ددغه جګړې یوه تن عیني شاهد له قوله د کلات ښار کلابندۍ ماتولو په جګړه کې د جنرال قهرمان د ۴۰۰ موټریز نظامي کاروان له جملې ایله ۳۵ موټر په خورابد حالت کې کندهار ولایت ته بیرته ورسېدل او پاتې ټوله قوه د کندهار او زابل د مجاهدینو له لوري تس نس شوه، چې په دې لړ کې جبار قهرمان هم په ټپي حالت کې د کوچیانو په یوې خړې خرې د جګړې له ډګره وتښتېده او وروسته د چورلکې په مټ کندهار ته انتقال شو.
په دغه ستره تاریخي جګړه کې چې د ملامحمدرباني اخوند(د طالبانو د وزیرانو شورا رئیس) په مشرۍ د زابل او کندهار مجاهدینو له لوري ترسره شوه، په ترڅ کې یې د سلګونو کمونیستانو د وژلو او اسیرانولو سربیره د رژیم ګڼې چورلکې وویشتل شوې او یوه پوځي چورلکه د زابل مجاهدینو له پيلوټانو سره روغه رمټه ونیوله او بیايي د ملا یارمحمد اخوند شهید په نادر تکتیک سره کندهار ولایت ته انتقال کړه.
د کمونیستي رژیم له سقوط وروسته د کورنیو جګړو پرمهال عبدالجبار قهرمان خپل ملیشه ځواک فعال ساتلی ؤ او له یو شمېر تنظیمي جګړه مارانو سره په کندهار ولایت کې ائتلاف وکړ او د خلکو اختطاف او ځورونې ته یې ادامه ورکړه.
د طالبانو د اسلامي غورځنګ له قیام سره جبار قهرمان لکه د نورو ټوپکسالارانو په شان ایران ته وتښتېده؛ خو په افغانستان باندې د امریکايي پوځیانو یرغل سره سم عبدالجبار قهرمان بیرته هېواد ته راستون شو او په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت استازی وټاکل شو.
دوه کاله وړاندې په هلمند کې د امنیتي حالت له خرابوالي سره سم نوموړی په هلمند کې د ولسمشر غني د ځانګړي استازي په توګه دغه ولایت ته ولیږل شو؛ خو له لنډې مودې جګړو وروسته په سخت ګیله من حالت کې بیرته کابل ته راستون شو.
جنرال عبدالجبار قهرمان په هلمند او سویلي ولایتونو کې د طالبانو د ځپلو په موخه د سنګوريانو په نوم د پخوانیو کمونیستانو او پاټکسالارانو ملیشه ځواک جوړ کړ، چې تر ډيره د ولسي خلکو د قتل، اختطاف او بشري جنایاتو په ګڼو پېښو کې پړ وبلل شو.
د ۱۳۹۷ کال پارلماني ټاکنو کې شپېته کلن عبدالجبار قهرمان یوځل بیا له هلمند ولایت څخه ځان کاندید کړی ؤ؛ خو د ټاکنو له ترسره کېدو ۳ ورځې وړاندې نن د چهارشنبې په ورځ سهار د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د خپل ټاکنیز دفتر دننه د طالبانو لخوا په بمي چاودنه کې له خپلو ۳ ملګرو سره ووژل شو.
سرچینې وايي، چې د جنرال قهرمان په ټاکنیز دفتر کې د نوموړي د کوچ لاندې له وړاندې څخه ماین ځای پرځای شوی ؤ، چې د هغه په کیناستلو سره منفجر کړل شو.
د وطن ګوند مشر او پخواني کمونیست جنرال جبار قهرمان په وژل کېدو سره د شوروي اشغال، تنظیمي جګړو، طالبانو د واکمنۍ او امریکايي اشغال څلورو لسیزو یوه مشهوره او جنجالي مهره د تل لپاره د افغانستان له سیاسي او فیزیکي ډګره حذف شوه او په دې توګه طالبانو ټولو نوماندانو او پخوانیو کمونیستانو ته دا پیغام ورکړ، چې که چیرې د اشغالګرو له نظامي او سیاسي ملاتړ نه لاس وانه خلي، نو د جبار قهرمان په برخلیک به اخته شي.

یادونه: په محصلین ویب سایټ کې نشرېدونکي مطالب د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی.

سرچینه: محصلین