نظر او تحلیل

واشنګټن پوسټ: پارلماني انتخابات، ستونزي، او کاندیدان

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۲۳۵)

اخبار د اکټوبر پر ۱۷ لیکي څه د پاسه ۲۵۰۰ کاندیدان د پارلمان د ۲۴۹ چوکیو لپاره په داسي حال کي مبارزه کوي چي انتخابات د طالبانو او نورو وسلوالو د تهدید، د پراخ تقلب له تورونو، د عامه افغانانو له بد بینۍ، او د خویشخورۍ له الزامونو سره مخامخ دي.

که څه هم پدې انتخاباتو کي ریسک زیات دئ، خو د مادي ګټو او د قدرت د تر لاسه کولو فرصتونه هم ډیر دي. مګر د تشدد او خشونت دوامداره تهدید د زیاترو کاندیدانو کمپېن ور کمرنګه کړی دئ.

د هزاره ګانو یو کاندید ۲۶ کلن باقر محقق دئ. باقر د هزاره ګانو د ستر جنګسالار محمد محقق زوی دئ. هغه د کابل په یوه هال کي خپلو پلویانو ته وویل،«زه به ستاسو له حقوقو څخه لکه یو عسکر دفاع کوم.»

که څه هم د انتخاباتو قانون وايي چي کاندیدان باید مسلح ملیشاووي او جنایت کاره ډلي و نه لري، خو پدې انتخاباتو کي د جنګسالارانو په سلهاوو زامن او لوړني برخه لري. همدې واقعیت د دې انتخاباتو رنګ ور بدرنګه کړی دئ. د مقتدرو خلګو کاندیدان مدام هڅه کوي چي پخپلو حوزو کي نور کاندیدان تهدید کړي، څو هغوی له انتخاباتو څخه تېر سي.

د کاندیدان په ډله کي قریب ۴۰۰ ښځي هم سته. هغوی زیاتره معلماني، داکټراني، او مدني فعالاني دي. ښځي کاندیداني له جدي خطرونو سره مخامخ دي. په تخار کي، یوه کاندیده نژدې وه چي ژول سوی وای. په فاریاب کي بله کاندیده د موټر په ټکر کي په مرموز شکل ووژل سوه.

په کابل کي د ښځینه کاندیدانو لپاره څه شرایط سم دي،‌ خو په کلیوالي سیمو کي د هغوی لپاره د مانورې زمینه ډیره تنګه ده.   طالبانو په یوې اعلامیې کي پارلماني انتخابات «یوه دسیسه» بللې ده. هغوی وايي چي خارجیان غواړي چي پدې ترتیب خپلي ګټي وساتي. طالبانو خپلو جنګیالو ته امر کړی دئ چي د انتخاباتي پروسې په لاره کي جدي خنډونه ایجاد کاندي،‌ خو باید ملکي کسانو ته صدمه و نه رسوي.

د انتخاباتو په اړه بله جدي اندېښنه پراخه ټګي برګي ده. په زیاته اندازه جعلي ایډي کارډونه وېشل سوي دي. د بایومیټریک ماشینونه هم نه دي نصب سوي دي.

خو د دې ټولو مشکلاتو سره سره، ځوانو کاندیدانو څه شوق او جذبه راپارولې ده. د استخباراتو پخوانی مامور ۲۸ کلن ادریس ستانکزی ځان یو اصلاح طلب تقلي کوي. هغه وايي،«موږ باید پارلمان له جنګسالارانو څخه پاک کړو. نن سبا، موږ د کوچینیو جنګسالارانو سره مخامخ یو. هغوی نیکټايي تړلي دي، او لوکسي دریشي ئې اغوستي دي،‌ خو د هغوی طرز تفکر بدل سوی نه دئ.»

څو ورځي مخکي، ستانکزی د کابل پوهنتون ته تللی وو. هغه د استادانو او محصلینو سره خبري وکړې. د اقتصاد د پوهنځی ۲۳ کلن محصل محمد فرید ورته وویل،«زه هلیمن یم چي پارلمان ته زیات ځوانان لاره پیدا کړي. موږ له زوړو استازو څخه ستړي یو. ۴۰ کاله کېږي چي همدا متجاوز خلګ پر وطن باندي غالب دي. اوس د نرمو مشرانو وخت رارسېدلی دئ، داسي خلګ چي په سیاست او جهان باندي واقف وي.»

#DPolPost

سرچینه: محصلین