لوبې

ای پي ایل: د جدول وروستۍ دوه لوبډلو؛ لومړۍ دوه لوبډلو ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (پنچشنبه، ۲۶ تلې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان په غوره لیګ سیالیو کې نن ورځ د جدول وروستۍ دوه لوبډلو ننګرهار لیپرډز او کندهار نایټس د جدول دوه لومړیو لوبډلو بلخ لیجنډز او پکتیا پینترز ته ماتې ورکړه.

په دغه سیالیو کې چې لومړۍ لوبه د ننګرهار لیپرډز او بلخ لیجنډز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړۍ توپوهنه د بلخ لیجنډز لوبډلې وکړه، چې د ننګرهار په غوره توپ اچونه یې ونشو کړای ستر هدف وټاکي.

ددوی لخوا په ننۍ لوبه کې کریس ګېل هم نه و شامل شوی، چې له کبله یې په ټولو ۲۰ اورونو کې ننګرهار لوبډلې ته د ۱۳۴ منډو هدف وټاکه، درویش رسولي ۲۷، ټین ډیسکاټې ۲۳ او روي بوپارا ۳۵ زیاتې منډې جوړې کړې، چې له بل اړخه په توپ اچونه کې نوین الحق، فضل نیازي او ظاهر خان ۲-۲ ویکټې واخیستې.

په ځواب کې د ننګرهار لوبډلې لخوا ویسټ انډیزي انډري فلیچر چټک پېل وکړ، نوموړي په ۲۲ توپونو د ۶ شپږیزو او ۲ څلوریزو په مرسته ۴۸ منډې جوړې کړې، وروسته حشمت الله شهیدي ۳۱ او شفیق الله شفق ۲۷ منډې جوړې کړې، چې ټاکلی هدف یې په ۱۸ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدلو پوره کړ، ددوی ملګرتیا ننګرهار لوبډلې ته هیله بښونکې بریا ورکړه. قیس احمد د ۱۹ منډو په بدل کې ۳ لوبغاړي وسوځول.

په دویمه لوبه کې چې د پکتیا پینترز او کندهار نایټس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه د پکتیا لوبډلې وکړه، ددوی لخوا مک لیوود او سمیع الله شینواري په زړه پورې لوبه وکړه چې لوبډله یې تر ۱۶۷ منډو ورسوله، شینواري ۶۵ او مک لیوود ۴۰ منډې جوړې کړې، په توپ اچونه کې سید شیرزاد ۳ او کریم جنت ۲ لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې د کندهار لوبډلې مشر اصغر افغان په زړه پورې چټک پېل وکړ، نوموړي د ۶ شپږیزو او ۵ څلوریزو په مرسته ۷۴ چټکې منډې جوړې کړې او وسوځېد، په وروستي اور کې چې کریم صادق او کریم جنت توپوهنه کوله د ۱۱ منډو اړتیا وه، خو کریم صادق وتوانېد یادې منډې جوړې کړي او لوبډلې ته یې مهمه بریا خپله کړه.

یاده دې وي چې د کندهار لوبډله د افغان غوره لیګ د جدول په وروستي نمبر ده، چې په څلورم نمبر ننګرهار، درېیم کابل، دویم پکتیا او په لومړي نمبر د بلخ لوبډله ځای لري، په یادو سیالیو کې څلور لوبډلې کولای شي نیمه پایلوبو ته لار ومومي، چې د کندهار او ننګرهار لوبډلو ترمنځ به سخته سیالي روانه وي.

سرچینه: نن ټکی اسیا