افغانستان نظر او تحلیل

نیویارک ټایمز: د جنرال رازق مرګ به د امریکایانو ماموریت هم سخت کړي

د جنرال رازق مرګ به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ماموریت هم سخت کړي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې په کندهار کې د پروني برید په اړه لیکلي، چې د جنرال رازق په وژل کېدو سره په افغانستان کې د امریکايی ځواکونو دنده هم سختیږي ځکه دوی په سویل کې یو مهم همکار له لاسه ورکړ. د ورځپاڼې په وینا جنرال رازق داسې څوک و، چې د قومي او کورنیو حساسیتونو لرونکې سیمه کې یې له بهرنیو ځواکونو سره همکاري لرله او که د ده پر ځای مناسب کس ونه ټاکل شي نو امریکایان به اړ وي چې له بیلابیلو کسانو د خپل ماموریت پر مخ وړلو کې مرسته وغواړي. ورځپانه وايي جنرال رازق د کندهار له لوېشت لوېشت خاورې سره بلدتیا لرله او له ټولو قومي مشرانو سره یې پراخې اړیکې وې. سرچینه زیاتوي ددغه لوی ولایت امنیتي کنټرول خورا سخت دی او قوي مدیر ته اړتیا لري. ورځپاڼه مشوره ورکوي چې ددغه پراخې سیمې د ساتلو لپاره د یوه قوي او وړ کس ګومارلو ته اړتیا ده.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه