افغانستان نظر او تحلیل

ترافیکي پېښه کې شل کسه وژل شوي دي

د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۰ کسه وژل شوي دي. د راپورونو له مخې تېره شپه ناوخته د قره باغ ولسوالۍ په باریک اب سیمه کې ترافیکي پېښه رامنځ ته شوې ده. سرچینه زیاتوي چې د واده د موټرونو یو کاروان تېره شپه له کابل د کاپيسا پر لور روان و او یاده پېښه رامنځ ته شوې ده. امنیتي سرچینې وایي چې څو موټرونو له یو بل سره ټکر کړی دی او په پایله کې یې شل کسه وژل شوي دي. امنیتي چارواکو زیاته کړې چې دغه پېښه د مالي زیانونو تر څنګ ټپیان هم لري.

 

سرچینه: مسیر ورځپاڼه