افغانستان نظر او تحلیل

متیس: د جنرال رازق وژل کېدل ستره ضایعه ده

د امریکا ددفاع وزیر جیمز متیس وایي د جنرال رازق مرګ افغانستان ته ټکان ورکړی دی. دده په وینا نوموړی داسې مهال وژل کېږي چې یوه ورځ وروسته په افغانستان کې پارلماني ټاکنې ترسره کېږي. هغه وايي په دې توګه به د افغانستان په ټاکنو کې هم ستونزې پيدا شي. هغه د رازق وژل کېدل په کلکو ټکو غندلي دي. متیس ویلي چې دوی د افغانستان تر څنګ ولاړ دي او په دې حساسو شرایطو کې به ددغه هېواد له ملاتړه لاس په سر نه شي. متیس یو ځل بیا د ترهګرۍ پر وړاندې پر هر اړخیزې مبارزې ټینګار کړی دی او دغه پدېده یې د ټولې نړۍ لپاره ستر خطر بللې ده.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه