خبرپاڼې خبرونه

جمهور رئیس غني د هیواد عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ملي دفاع وزارت د سوق او ادارې په مرکز کې  د کندهار په ګډون د ټول هېواد امنیتي وضعیت وارزاوه.

جمهور رئیس غني په کندهار کې د پرونۍ تروریستي پېښې له امله د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو ته تسلیت ووایه  او همدارنګه یې د هېواد د امنیتي وضعیت د ښه والي په اړه لازمې لارښوونې وکړې.  

جمهور رئیس غني د ولسي جرګې ټاکنو د ښه ترسره کېدو لپاره د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو د ټینګو امنیتي تدابیرو د قدردانۍ ترڅنګ د ملي امنیتي ځواکونو سرښندنې او د دښمن د ځپلو په برخه کې د دوی اتلولۍوستایلې.  

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ