خبرپاڼې خبرونه

د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د ملي امنیت شورا ځانګړې غونډه جوړه شوه

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون په وړاندیز ملي امنیت شورا د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ نن  غرمه د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه ځانګړې غونډه وکړه.

په پیل کې جمهور رئیس غني امنیتي او دفاعي ځواکونو، د کندهار ولسونو او ټولو هېوادوالو ته د کندهار د پرونۍ تروریستي پېښې له امله تسلیت ووایه. شهیدانو ته یې د فردوس جنت او د دوی کورنیو ته یې د صبر او زغم هیله وکړه.

په دغه غونډه کې د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت د عمومي ریاست  په جلا وړاندیزونو او د هېواد د جمهور رئیس په منظورۍ د کندهار مخکېني امنیه قومندان شهید جنرال عبدالرازق ته د ستر پاسوالۍ او د کندهار د امنیت مخکېني رئیس شهید جنرال عبدالمومن حسین خېل ته د ډګر جنرالۍ  رتبې ورکړل شوې.

د کندهار د ولسونو د غوښتنې او د ټاکنو خپلواک کمېسیون په وړاندیز د ملي امنیت شورا ځانګړې ناستې پرېکړه وکړه چې د کندهار د پرونۍ پېښې له امله دې په یاد ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې یوه اونۍ وځنډېږي.  په کندهار کې د ولسي جرګې د ټاکنو د ترسره کېدو نېټه به د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان کړي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ