نظر او تحلیل

جنرالان یو په بل پسی…

یاسر افغان

طالبانو په سږنېو عملیاتو (الخندق) کې د تعرضي او تهاجمي بریدونو تر څنګ هدفي بریدونو ته زور ورکړئ. او د الخندق عملیاتو په پیل کې یې خبر دارئ ورکړی وه چې داعملیات به د دښمن بیخ وباسي.

د طالبانو دې خبر داري ته په کتو د طالبانو له توقع زیاته بریالۍ وه، طالبانو د الخندق عملیاتو په جریان کې تر ډېره هغه څوک په نښه کړل چې امریکایانو ته زیات وفاداره او امریکاېي ګټو ته زیات ژمن وه.

طالبانو له ډیر څار او تعقیب وروسته د امریکا خاص وفادار په افغان امریکایي ته ترجیح ورکوونکی عزیزالله کاروان د کابل په زړه کې په یوه چریکي برید کې وواژه، د کاروان په وژلو چا له ژړا اوښکی وبهولې او چا له خوښۍ.

عزیزالله کاروان هغه څوک وه چې په وحشت کې یي نوم لاره په شپنېو چاپو او د افغانانو په وژلو کې ېي له هیڅ وحشت دریغ نکاوه چې بلاخره د طالبانو د کارنده برید ښکار او ووژل شو.

طالبانو د غلچکی او هدفي بریدونو په سلسله کې دوه ورځې وړاندې یو بل سرسخت دښمن هم را وپر زاوه.

د طالبانو سر سخت دښمن د امریکایانو نږدې وفادار شخصیت عبدالجبار قهرمان چې پخواني کمونیست هم پاتی شوې د افغان وژني پخواني سابقه هم لري ډیر په غرور ېي د طالبانو دښمني او مقابلي ته ټټر وواهه. په هلمند کې د اپراتیفي قمندان په توګه ونومول شو. شافي لاپی ېي عادت وی په خبرو کې به ېي ویل چې طالبان به تر موسی کلا او باغرانه وزغلوم، خو تر اخیره ېي په جګړه کې هیڅ کومه د پام وړ لاس ته راوړنه تر لاسه نکړه، کله به چې کومه سیمه یا ولسوالۍ د طالبانو په توندو څپو کې فتحه شوه نو قهرمان به په رسنېو کې د طالبانو والی ملاعبدالمنان اخند ته سپکی سپوری ویل.

بغیر لدې چې څه لاس ته راوړی یواځې په هلمند کې د سنګوری اربکیانو په نوم یو بد تخم وکاره چې هره شپه او ورځ ېي اولس له جنایتونو وحشتونو کړیږی.

جبار قهرمان په ورستېوکې پارلماني انتخباتو ته نوماند وه او په هلمند کې ېي د انتخاباتو د کمپاین لپاره غونډه دائره کړې وه چې وار له مخه ېي طالبانو د یوه خاص او پېچلي تکتیک له مخې په څوکۍ کې ماین ځای په ځای کړی وه او جبار ېې پرې منفجر کړ او وواژه.

د طالبانو یوبل سخت زړې سرسخته دښمن هغه څوک چې لسګونه طالبان ېي ترشکنجو لاندې وژلي وه هغه څوک چې شخصی زندانونه ېي لرل هغه څوک چې ماسوا د امریکا د بل چا تر امر لاندې سر نه ټیټاوه هغه څوک چې د طالبانو تر ګڼو بریدونو روغ وتلی وه هغه  جنرال عبدالرازق هم طالبانو پخپلو لومو کې راګیر کړ اوله منځه ېي ویوړ.

رازق چې د طالبانو تر جدي څار لاندې وه د کندهار امنیه قومندان وه خو په اصل کې امنیه قمندان نه بلکې د کندهار له والي نه ېي هم زیات صلاحیت درلود، نوموړي له امریکایانو سره خاصی اړیکی درلودې، رازق د طالبانو له هغه سخت سرو دښمنانو څخه وه چې طالب به یي ژوندی ونیوه تر سختو وحشی شکنجو وروسته به یي  په ډیر مظلومانه ډول په شهادت رساوه .

رازق چې کوم جنایتونه وحشتونه کړئ له بیان څخه یې د قلم نوکه عاجزه ده.

بلاخره تیره ورځ هغه قمندان چې سلګونه سیمټی دیوالونه ترې تاو وه، سلګونه عسکر ېي ساتنی ته ګوته په ماشه ولاړ وه د والي په دفتر کې له والي امنیه قمندان د ملي امنیت رئیس سره ټول په یوه نفوذي برید کې له منځه لاړل او طالبانو ېي رسما مسؤلیت ومانه.

چا چې د طالبانو دښمنی په غاړه اخیستی هغه به هرو مرو د طالبانو د مرګاني برید ښکار کیږي.

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

یادونه: محصلین سایټ کې هره نشر شوې لیکنه د لیکوال شخصي نظر دی، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی.

سرچینه: محصلین