لوبې

د مسلمان اسټرالیایي کرکټر عثمان خواجه ژوند او د هغه د ښځې مسلمانیدل

عثمان خواجه د اسټرالیا کرکټ لوبغاړی، چې پوره نوم یې عثمان طارق خواجه دی، په ۱۹۸۶ م کال کې د ډېمسبر په ۱۸ مه نېټه په پاکستان کې زېږېدلی او اوس د اسټرالیا په کوینزلېنډ سیمه کې ژوند کوي.

نوموړی په ۲۰۰۸ م کال کې د اسټرالیا د نیو ساوت ویلز په نامه لوبډله کې د فرسټ کلاس سیالیو پرمهال ولوبېد.

ده په ۲۰۱۱ م کال کې د اسټرالیا لپاره لومړۍ یو ټېسټ لوبه وکړه، د دې سربېره د یو اسټرالیایي په توګه د انګلستان په سوداګریزو شل اوریزه لوبو کې د ډېربایشایر، ګلامورګن او لېنکا شایرلوبډلو لپاره لوبېدلی او د هندوستان په ستر سوداګریزکرکټ لیګ یا اې پي ایل کې هم د رایزېنګ پونه سوپرجاینټس لوبډلې لپاره لوبیدلی دی.

کیڼ لاسی بهترین توپ وهونکی خواجه په ۲۰۰۵ م کال کې د اسټرالیا په نولس کلنو لوبډله کې د اسټرالیا کرکټ ادارې له خوا په جایزه تقدیرشو.

په ۲۰۰۶ م کال کې د نولس کلنو نړيوال جام سیالیو کې چې په سریلانکا کې ترسره شوې، د اسټرالیا لپاره پیلوونکی یا اوپنرتوپ وهونکی و.

نوموړي په ۲۰۰۸ م کال کې د نیوساوت ویلز لوبډلې لپاره په فرسټ کلاس یا څلور ورځنیو سیالیو کې دوه سلیزې په یوه پاڼۍ توپ وهنه کې ووهلې، یعنې ډبل هنډرېډ یې ووهلې، چې تر دې وړاندې د نیو ساوت ویلز لوبډلې یو لوبغاړي هم نه وې وهلې.

په ۲۰۱۰ م کال کې د اسټرالیا کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې عثمان خواجه د پاکستان خلاف په دوه ټېسټ لوبوکې نوملړکې شامل شو، دغه ټېست لوبې په انګلستان کې ترسره شوې.

د ۲۰۱۱ م کال راهیسې عثمان خواجه په بېګ باش لیګ کې د سېډني تندر لوبډلې لپاره لوبېږي.

په پنځم پړاو بېګ باش لیګ کې نوموړی دوهم مخکښ توپ وهونکی و، چې ۳۴۵ منډې یې پکې جوړې کړې وې او ۱۷۲ اعشاریه پنځه یې اوسط و.

عثمان خواجه په ۲۰۱۱ م کال کې د انګلستان په غوره کرکټ لیګ کې د ډېربای شایر لوبډلې لپاره ولوبېد.

نوموړي د کېنټ لوبډلې خلاف یوه لوبه کې ۱۳۵ منډې وکړې.

۲۰۱۴ م کال کې خواجه د انګلستان په غوره لیګ کرکټ سیالیوکې له لېنکاشایرلوبډلې سره ولوبېد، نوموړي د دې لوبډلې لپاره په خپله لومړۍ لوبه کې د ډورهم لوبډلې پر وړاندې ۸۶ منډې وکړې.
په ۲۰۱۵ م کال کې نوموړی د اسټرالیا د کوینزلېنډ لوبډلې لوبډلمشرشو.
په ۲۰۱۸ م کال کې عثمان د انګلستان په وېټلېټي بلاسټ سیالیوکې د ګلامورګن په ګټه تړون لاسلیک کړ.

نړیوالې لوبې:
خواجه په ۲۰۱۰ او ۱۱ م کلونوکې د اسټرالیا په ۱۷ لوبغاړوکې شامل لوبغاړی و، هغه د انګلستان خلاف په اېشیز ټېسټ سیالیوکې ولوبېد.

خواجه د اسټرالیا ۴۱۹ م لوبغاړی و، چې د اسټرالیا لپاره یې ټېسټ لوبې وکړې.

عثمان خواجه یواځېنې مسلمان پاکستانی الاصل اسټرالیایي دی، چې د اسټرالیا لپاره لوبې کوي.

په لومړۍ ټېسټ لوبه کې نوموړي د نیوزیلېنډ خلاف سلیزه ووهله، د ۱۶ څلوریزو او ۲ شپږیزو په ملتیا یې ۱۷۴ منډې وکړې.

ټېسټ لوبو کې خواجه څلورسلیزې وهلي او ۶ کېچونه یې یې نیولي دي.

نوموړي په ۲۰۱۶ م کال کې د استرالیا لپاره د شل اوریزو لوبو پیل د هندوستان خلاف وکړ.

هغه تر ډېره پورې کوکابورا په نامه بېټ کاروي.

په ۲۰۱۷ م کال کې خواجه د خپلې زوکړې هېواد پاکستان خلاف ټېسټ نیمه سلیزه یا فیفټي ووهله او د پاکستان خلاف یې عکس العمل د ځېنو پاکستانیانو له خوا وغندل شو.

اوس هغه د پاکستان خلاف دوه ټېسټ لوبو کې خوږ شو او له لوبې بهر شو.

پاکستان دوهمه ټېسټ لوبه له اسټرالیا څخه د اکټوبر په ۱۹ مه نېټه د جمعې په ورځ په ۳۷۳ منډو وګټله، له دې وړاندې لومړۍ لوبه مساوي شوې وه.

شخصي ژوند:
خواجه په اسلام اباد کې زېږېدلی دی، بیا د هغه کورنۍ د نیوساوت ویلز په نوم سیمې ته وکوچېده چې د اسټرالیا په ختیځو سواحلو کې موقیعت لري، دا مهال هغه پنځه کلن و.

هغه د پېلوټۍ لاینس هم لري او د نیو ساوت ویلز په پوهنتون کې یې د پېلوټۍ په برخه کې زده کړې کړي دي.

نوموړي په ویسټ فیلډز ورزشي ښوونځي کې خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې بشپړې کړې دي.

خواجه په ۲۰۱۶ م کال کې د ډېسمبرپه ۱۴ مه نېټه په خپله فېسبوک پاڼه نامزادي او کوژده اعلان کړه.

د خپلې مېرمن راچېل سره یې د ۲۰۱۸ کال د اپریل په ۶ مه نېټه واده وکړ.

راچېل مخکې له کوژدې څخه مسلمانه شوه او عثمان خواجه سره یې بیا واده وکړ.

د خواجه د مېرمنې نوم مخکې له اسلام څخه مېس مک لیلان و، چې د اسلام له قبلولو وروسته یې نوم راچېل خواجه شو.

نوموړې کاتولیک مذهبه وه او د خپلې مینې ګټلو لپاره یې اسلام قبول کړ.

راچېل ۲۲ ده کلنه او د اسټرالیا د برېسبین سیمې اوسېدونکې ده.

نوموړې وایي کله چې هغې اسلام قبول کړ؛ نو ډېری خلکو ورته ترهګره ویله او دې کار زوروله.

خواجه د راچېل کورنۍ ته ویلي، چې زه هیڅکله هم ټوپک د راچېل په غاړه کې نه اچوم، خو هغه باید اسلام قبول کړي.

اغلې راچېل خواجه ویلي، چې د خواجه د کورنۍ او یا هم د عثمان خواجه له خوا په دې هیڅ ډول فشار نه دی راوړل شوی بلکې د خپلې مینې لپاره یې اسلام قبول کړی.

خواجه وایي کله چې مسلمانان په ټولنیزو رسنیو کې زما د مېرمنې انځورونه ګوري ماته وایي، ستا مېرمن دا ډول لباس کاروي، چې د اسلام خلاف دی؛ نو هغه مسلمانه نه ده، خواجه زیاتوي چې ماته دا خبرې ډېرې زورونکې دي.

لېنک د عثمان خواجه مېرمنې سره یو تلویزیوني چېنل مرکه کړې، چې څنګه دې اسلام قبول کړ.

عثمان خواجه هم ورسره ناست دی او هغه ورته وایي، چې د اسلام په باره کې زه خپلې مېرمنې ته درس ورکوم.

سرچینه: یاران