لوبې

که کندهار د ننګرهار لوبډله ماته کړي وای، نیمه پایلوبه یې د ورتګ چانس درلود

د افغانستان د کورني کرکټ غوره لیګ «APL» ۲۰ اوریزه پیل شویو تجارتي سیالیو په لړ کې د کندهار نایټز لوبډله د مخکې تګ څخه پاتې شوه، چې په همدې ماتې سره یې ګټه د ننګرهار لیوپرډز لوبډلې ته ورسیده.

کندهار لوبډله د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر اضغر افغان په کپتانۍ کې ولوبیده، خو د پیاوړو لوبغاړو د شتون سره سره یې توپ وهنه مسلسل ناکامه شوه، چې د لوبډلې لپاره یې غټ سرخوږی جوړ کړی و.

په دغه لوبډله کې لوبډلمشر اضغر افغان په یواځې ځان په خپلې توپ وهنه کې مسلسل د مقابلو لوبډلو خلاف مقاومت وکړ، خو د برینډن مکلم، پاول سټرلینګ، کریم صادق، نجیب الله ځدران او نورو په څیر پیاوړو مشهوره لوبغاړو ورسره په توپ وهنه کې ملګرتیا ونکړه، چې همدا یې د مخکې تګ څخه د پاتې کیدو سبب شو.

د بلخ او کندهار لوبډلو ترمنځ د لیګ ۱۹ مه سیالي د کندهار او ننګرهار لوبډلو لپاره برخلیک ټاکونکې وه، چې پکې کندهار لوبډلې د بریا په خپلولو سره نیمه پای لوبې ته لار پیدا کولی شوه، خو په ماتې سره یې اوس د ننګرهار لیوپرډز لوبډلې ته د مخکې تګ چانس پیدا شو.

 د افغان غوره لیګ په ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د (بلخ لیجنډز، پکتیا پینټرز، کابل ځوانان، ننګرهار لیوپرډز او کندهار نایټز) ۵ لوبډلې شاملې وې، چې له کندهار پرته نورې څلور واړه لوبډلې اوس نیمه پای لوبو ته ورسیدې.

 نن ماښام په لمړۍ نیمه پای لوبه کې به ننګرهار لیوپرډز د بلخ لیجنډز او شنبې ورځ د کابل ځوانان د پکتیا پینټرز خلاف په سیالۍ کې پای لوبې ته د رسیدو په موخه بخت و ازمايي.

 همدا راز د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د کورني کرکټ افغان غوره لیګ ۲۰ اوریزه کرکټ تجاراتي دې سیالیو پای لوبه به به د روانې اکټوبر میاشتې په ۲۱ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

سرچینه: یاران