افغانستان

طالبانو د بامیانو ولایت د ټاکنیزو موادو په کاروان وسله وال بریدونه کړي

(محصلین):

امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو نن د جمعې په ماسپښین د بامیانو ولایت د ټاکنیزو موادو په کاروان وسله وال بریدونه کړي، چې له امله یې ددواړو لوریو ترمنځ جګړه رامنځ ته شوې ده.
د بامیانو امنیه قومندان حمیدالله خدایی رسنیو ته ویلي، چې د برید ځای ته کومکي ځواکونه لیږل شوي، ترڅو د طالبانو د بریدونو مخه ونیسي؛ خو تر اوسه په دغه نښته کې د اووښتو تلفاتو په هکله معلومات نه دي رسنیز شوي.
له بل پلوه د بامیانو ولایت د ټاکنو کمیسیون ولایتي مشر علي شاه مصباح وايي، چې د طالبانو له برید سره همهاله امنیتي ځواکونه توانیدلي، چې د ټاکنیزو توکو حساس مواد د جګړې له ډګره امن ځای ته وباسي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې هکله څه ویلي نه دي.
دا په داسې حال کې ده، چې وسله والو طالبانو نن د جمعې په ورځ د کندوز، بغلان، جوزجان، سرپل، فاریاب او غور ولایتونو په ګډون د هېواد په زیاتره سیمو کې د ټاکنو د سبوتاژ کولو په موخه لویې لارې تړلي او هیڅ چاته اجازه نه ورکوي، چې ټاکنیز مواد د ولایاتو مرکزونو او ولسوالیو ته انتقال کړي.