افغانستان

شنونکي: د امنیتي ځواکونو د تلفاتو کچه لوړه شوې

(کابل نیوز):

جمعه, 27 تله

په تېرو څو میاشتو کې د افغان ځواکونو د تلفاتو کچه نهايي حد ته لوړه شوې.

د ملي شورا غړي او د چارو شنونکي وايي، د امنیتي ادارو ترمنځ نه همغږي، په پرمختللو وسلو د افغان ځواکونو نه سمبالېدل او د جګړې لیکو ته پر وخت د تجهیزاتو نه رسیدل د افغان ځواکونو د تلفاتو شمېر د لوړېدو او د پوستو د سقوط اصلي علتونه دي.

په ورته مهال امنیتی ادارې هم تائیدوي، چې د افغان ځواکونو په تلفاتو کې دوه سلنه زیاتوالی راغلی، خو وایي، چې د امنیتي ځواکونو عملیات هم تر پخوا ډېر شوي.

د امنیتي ځواکونو پر پوستو، مراکزو او قرارګاوو د وسله والو بریدونه او مخامخ نښتې هغه عوامل دي، چې وسله والو ته د اوښتې مرګ ژوبلې ترڅنګ یې د امنیتي سرتیرو د تلفاتو کچه هم نهايي حد ته لوړه کړې.

امنیتي ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په تړاو څو اونۍ مخکې حتی د ملي دفاع وزیر وویل، چې یوازې په یوه میاشت کې تر ۵ سوو زیات د ملي اردو سرتیري وژل شوي.

د ملي شورا غړي د افغان ځواکونو د تلفاتو لوړېدو په تړاو اندېښنه ښيي او وایي، چې د امنیتي ادارو ترمنځ نه همغږي، د حکومت او بهرنیانو له لوري د امنیتي ځواکونو نه تجهیز او د وسله والو لاس ته د پرمختللو وسلو ورتګ د امنیتي ځواکونو د تلفاتو لوړېدو اصلي علتونه دي.

په ورته مهال وسله والو مخالفانو په تېرو څو میاشتو کې د افغان ځواکونو په پوستو او امنیتي مراکزو ډله ییزې حملې هم کړي، چې د پام وړ یې :

امنیتي ادارې تائیدوي، چې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات دوه سلنه لوړ شوي، خو وايي، چې د افغان ځواکونو عملیات تر پخوا زیات شوي دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د پوځي چارو یوشمېر شنونکو په وینا د افغان ځواکونو تلفات ددې سبب شوي، چې د ملي اردو او ملي پولیسو په لیکو کې د جلب او جذب کچه هم کمه شي.