افغانستان

ولسمشر: دوښمنان د روان بحران د پای ته رسېدو مخه نیسي

(کابل نیوز):

جمعه, 27 تله

ولسمشر غني‌ وایي، د افغانستان دوښمنان د روان بحران له پای ته رسېدو په وېره کې دي.

محمد اشرف غني چې په کابل کې د کندهار د امنیت رییس د جنازې په مراسمو کې خبرې کولې وویل، مخالفین هڅه کوي د کندهار د پېښو په څیر په بریدونو سره د خلکو او حکومت تر منځ بې باوري رامنځ ته کړي.

بلخوا اجراییه رییس وایي، دغه راز پېښې افغانان له خپلو ارادو نه شي راګرځولای.

ولسمشر محمد اشرف غني چې په کابل کې یې د کندهار د امنیت رییس د جنازې په مراسمو کې خبرې کولې وویل، د تېرې ورځې پښې دغچ پر اخستو ټینګار وکړ.

محمد اشرف غني وایي، دهیواد دوښمنان هڅه کوي د افغانانو د پرمختګ او د څلویښت کلن بحران دپای ته رسېدو پروړاندې خنډونه جوړ کړي او د خلکو پر ملي ارادو بریدونه کوي.

ولسمشر وایي،مخالفین هڅه کوي په دغه راز بریدونو سره د خلکو ترمنځ بې باوري رامنځ ته کړي.

بلخوا د حکومت اجراییه رییس وایي،مخالفین د افغانانو د ملي پروسو مخه نیسي ،خو په باور یې هیچاته به اجازه ورنه کړي چې دغه پروسه ګډوډه کړي.

اجراییه رییس وایی،دغه راز پېښې د حکومت پر اراده اغیزنه کوي او افغانان به له خپلې لارې په شا نه شي.

تیره ورځ د کندهار ولایت پر مقام په یوه وسله وال برید کې د کندهار امنیه قوماندان، د امنیت رییس ووژل شو ا و والي زلمي ویسا په ګډون یوشمېر نور کسان ټپیان شول.