افغانستان

هراتیان: د ولسمشر غني ژمنې شعاري بڼه لري

(کابل نیوز):

جمعه, 27 تله

د سترو اقتصادي پروژو دعملي کیدو په تړاو د ولسمشر غني ژمنې یوازې د کاغذ پرمخ پاتې دي.

د هرات ولایت یوشمېر اوسېد نکي وايي د ټاپي پروژې عملي چارې چې ټاکل شوې وه په دې ولایت کې پیل شي لاهم نه دي پیل شوې او د هرات له اوسېدونکو سره د حکومت ژمنو یوازې شعاري بڼه درلوده.

خو د هرات ځایي چارواکي وایي، د ټاپي پروژې مقد ماتي چارې پیل شوې او ډير ژر به یې عملي کار هم پیل شي.

د ټاپي پروژه چې د ترکمنستان کاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته انتقالوي په سیمه کې له اقتصادي اړخه مهمه پروژه بلل کیږي او د ولسمشر محمد اشرف غني د ژمنو پراس د دې پروژې دعملي چارو په پیل سره به زرګونو کسانو ته کاري فرصتونه ایجاد شي.

خو د هرات ولایت اوسېدونکي وایي، د دې مهمې پروژې عملي چارې لاهم نه دی پیل شوی او په دې برخه کې د ولسمشر غني ژمنې یوازې د کاغذ پرمخ پاتې دي.

ځایي اوسېدونکي وایي،حکومت له خلکو سره پر کړو ژمنو عمل نه دی کړی او د خلکو لپاره د کاري فرصتونو د ایجاد لپاره یې هیڅ ګام  نه دی اوچت کړی.

د هرات د ولایتي شورا غړي پرحکومت نیوکه کوی چې د ژمنو د عملي کیدو پرځای یوازې شعار ورکوي.

خو د هرات ولایتي چارواکی وایي،د ټاپي پروژې مقدماتي چارې بشپړې شوې او ډير ژر به د دې مهمې اقتصادي پروژې عملي کار هم پیل شي.

دهرات ځايي چارواکي وایي،د ټاپي پروژې په مسیر کې شته خنډونه هم تر ډيره برید له منځه تللي او ژر به یې چارې پیل شي.

د ولسمشر د ژمنو پر نه عملي کېدو دغه نیوکې داسې مهال دي چې ، محمد اشرف غني واک ته د رسېدو پرمهال اعلان کړی وو چې خلکو ته یې کاري فرصتونو رامنځ ته کول لومړیتوب دی.