افغانستان

دکندهار پارلماني ټاکنې تر یوې اونۍ وځنډېدې

(کابل نیوز):

جمعه, 27 تله

کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې تر یوې اونۍ وځنډېدې

د ملي امنیت شورا د پریکړې پراساس په کندهار ولایت کې له خونړۍ پېښې وروسته پریکړه شوې چې د دې ولایت ټاکنې به یوه اونۍ وروسته ترسره کیږي.

دملي امنیت شورا په یوه بیړنۍ ناسته کې دکندهار دامنیتي وضعیت دسمون لپاره اړوندو چاوراکو ته لازمې سپارښتنې کړې او ویلي یې دي چې ددې ولایت ټاکنې به وروسته ترسره کیږي.

ملي امنیت شورا ویلی، د کندهار د خلکو په غوښتنه او د ولسمشر په امر په دغه ولایت کې ټاکنې یوه اونۍ وروسته ترسره کېږي.

په دې ناسته کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته لارښوونه شوې چې په دغه ولایت کې د شنبې ورځې ټاکنې یوه اونۍ وروسته ترسره کړي. حکومت دغه پرېکړه تر پرونۍ پېښې وروسته کړې ده. په کندهار کې د ټاکنو لپاره هر اړخیز امنیت نیول شوی، خو په دغه ولایت کې پرونۍ پېښې ډېرې اندېښنې پارولې دي. وسله والو تېره شپه په کندهار کې د ټاکنو پر دوو مرکزونو هم بریدونه کړي وو.