افغانستان

نصرت رحیمي: رحمت الله اطرافي د کندهار سرپرست امنیه قومندان ټاکل شوی

(عزم ویب پاڼه):
 
عزم(جمعه، ۲۷مه، تلې ۱۳۹۷) د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، چې د کندهار د امنیت آمر رحمت الله اطرافي یې د سرپرست امنیه قومندان په توګه ټاکلی.
لدې وړاندې یو شمیر رسنیو خبر ورکړی وو چې د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزي، شاه ولي کرزي او یو شمیر نورو چارواکو له لوري د ولسمشر د فرمان سره سم د جنرال رازق ورور تادین خان یې د کندهار سرپرست امنیه قومندان په توګه ټاکلی دی.
نصرت رحیمي دا خبره رد کړې او ویلي یې دي چې د کندهار د امنیت آمر رحمت الله اطرافي یې د سرپرست امنیه قومندان په توګه ټاکلی دی.
د یادونې وړ دی چې نن ورځ رسنیو کې د کندهار ولس له لوري د ولسمشر په نوم یو لیک نشر شوی وو او غوښتنه پکې شوې وه چې د دغه ولایت لپاره نوی والي او امنیه قومندان داسې خلک راولیږي چې د پخواني ولسمشر او جنرال رازق له کورنی او خواخوږو څخه نه وي.
همدا راز پکې لیکل شوي وو چې د کرزي د کورنۍ په امر د جنرال رازق له لوري سلګونه خلک لومړی ترور شوي وروسته یې جسدونه په دشتو کې موندل شوي دي.
جنرال رازق په کندهار کې د خپلې واکمنی په مهال داسې خلک هم وژلي دي یا کلونه بندیان کړي چې له طالب سره یې یواځې یو ټیلیفون کړی وو.

Tags