خبرونه

جنرال عبدالرازق څوک وو؟

(ټرایبل نیوز):
جنرال عبدالرازق اڅکزی پر (۱۹۷۹)م کال په سپين بولدک ولسوالۍ کې زېږېدلی و. هغه په قوم پښتون او په پښتنو کې بيا اڅکزی و.
د جنرال عبدالرازق پلار او تره پر (۱۹۹۴)م کال د طالبانو له لوري ووژل شول، د رازق تره قومندان منصور نومېده، چې د اڅکزو قوم يو مخور قومندان و، طالبانو له خپل راتګ سره سم، قومندان منصور پر ټانګ پورې وتړه او په عام محضر کې يې وواژه.
جنرال رازق د ډيورنډ فرضي کرښې اخوا په چمن سيمه کې ژوند کاوه او خپل کاروبار يې درلود، کله چې طالبان واکمن وو هغه له عمره کم و، خو بيا وروسته يې پر (۲۰۰۱م) کال د طالبانو ضد ډلې سره يو ځای شو، تر (۲۰۰۱م) کال پورې يې دومره نوم نه درلود، پر همدغه کال يې د افغانستان پوله ساتو پوليسو په ليکو کې دنده پيل کړه.

د (۲۰۰۴م) کال پر اګست میاشت يې د طالبانو پر خلاف پراخ عمليات ترسره کړل، چې دې وخت کې رازق ته د سپین بولدک د سرحدي ځواکونو قومنداني ورکړل شوه او دی د سرحدي قواوو قومندان شو.
کله چې اسد الله خالد د ۲۰۰۶ کال په پای کې د کندهار والي شو، نو رازق د کندهار له والي اسد الله خالد سره نیږدې اړیکې جوړې کړې او هغه و چې ده ته د پوره امکاناتو سره د سرحدي لوا قومنداني ورکړل شوه، وروسته چې خالد له دندې ایسته شو، رازق د کندهار امنیه قومندان وټاکل شو.
جنرال عبدالرازق د طالبانو او پاکستان ضد دريځ درلود، هغه تل پاکستان په افغانستان کې د ترهګرې پر ملاتړ تورناوه او د دې ترڅنګ يې پر ډيورنډ کرښه د پاکستان پوځ ته د هېڅ خوځښت اجازه نه ورکوله، هغه د پاکستان ضد شخص په نوم په افغانستان کې محبوبيت پیدا کړ.
په (۲۰۰۷)م کال کې جنرال عبدالرازق د کندهار له مهمو کسانو څخه شمېرل کېده او د طالبانو هدف هم ګرځېدلی و، ځکه طالبانو د هغه د کورنۍ غړي وژلي و او دی د طالبانو سرسخته مخالف و.
جنرال عبدالرازق پر خپلسريو وژنو هم تورن و چې ګواکې ګڼشمېر کسان يې وژلي دي، خو نوموړي له دې تورونو څخه ځان پاک ويستلی و.

په رازق باندې ۷ ځله ځانمرګي بریدونه شوي، چې له نیږدې ټولو نه ژوندی وتلی، یواځې په یوه ځانمرګي برید کې ټپي شوی و، رازق د اسد الله خالد ښی لاس و او د کرزي نیږدې کس بلل کیده.
جنرال عبدالرازق د کندهار، اروزګان، هلمند او زابل په ګډون د ټول جنوب ولايتونو د امنيت په ټينګښت کې مهم رول درلود.
نوموړی تیره ورځ پنجشنبه د (۱۳۹۷ل) کال، ميزان مياشتې پر (۲۶)مه نېټه د کندهار ولايت پر مقام په وسلوال بريد کې ووژل شو، چې پړه يې طالبانو پر خپله غاړه واخيسته. په ياد بريد کې د کندهار والي او د ملي امنيت رييس په ګډون نور مهم کسان هم مړه او ټپيان شول.

Tags
%d bloggers like this: