خبرونه

ناټو د طالبانو د بریدونو زیاتوالی د هغوی د کمزورۍ لامل ګڼي

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی، کورنلیوس زیمرمن ادعا کوي چې د طالبانو د بریدونو زیاتېدل د هغوی د کمزورۍ نښه ده؛ خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د نوموړي دغه څرګندونې د رواني اختلال نښه بولي.

کورنلیوس زیرمن دغه راز ویلي، چې تیره اونۍ په بروکس کې د ناټو غړیو هېوادونو دفاع وزیرانو په افغانستان کې د جګړې ترڅنګ د سولې په برخه کې د هڅو پر زیاتوالی هم ټینګار کړی او د افغانستان له ګاونډیانو هم غوښتنه شوې، چې باید سولې ته لومړيتوب ورکړي.

نوموړي د طالبانو د بریدونو زیاتوالي ته په اشارې سره  ویلي، چې د طالبانو بریدونه زیاتېدل ممکن د هغوی د کمزورۍ نښه وي؛ ځکه  دده په خبره طالبان غواړي د لویو بریدونو په ترسره کولو سره خپلې کمزورۍ پټې کړي.

بل لورته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، چې د افغانستان په جګړه کې د ماتې له کبله د ناټو مشرانو خپل  عقلي توازن له لاسه ورکړی، ځکه داسې بې مسئولیته او له حقیقت نه لرې څرګندونې کوي.

په همدې مهال د افغانستان په سیاسي او پوځ چارو نظر لرونکي لیکوال او شناند عطاء الحق حکیمي هم د ناټو د ملکي استازي له څرګندونو سره مخالفت ښودلی او دغه راز څرګندونې یې د افغان دولت او اروپاېي ولسونو د غولونې یوه ناکامه هڅه بللې ده.

حکیمي زیاتوي: «که چیرې وسله وال مخالفین د کمزورۍ په وخت کې لوی او منظم بریدونه پلان کولای شي، نو بیاخو د مخالفینو د ځپلو عملیات بې ګټې دي، چې بندول یې په کار دي»

د حکیمي په خبره که چیرې طالبان د کمزورۍ په حالت کې د منظموبریدونو وړتیا ترلاسه کوي، نو بیاخو ددغې ډلې ځپل د افغان دولت او نړیوالې ټولنې په زیات دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وزیر طارق شاه بهرامي هم د وسله والو طالبانو د تکیتکي بریدونو په زیاتوالي او په هغو کې د امنیتي ځواکونو د تلفاتو په ډیرېدو اندېښنه ښکاره کړې ده.

 


سرچینه: محصلین ویب پاڼه

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */