خبرونه

فراه کې د یوې پوستې ۸ پولیس په مرموز ډول وژل شوي

د فراه ولایت امنیتي چاوراکي واېي، تیره شپه د مرکز اړوند ریګي سیمه کې د یوې امنیتي پوستې ۸ تنه پولیس په مرموز ډول وژل شوي او یو تن لادرکه دی.

د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر ګلبهار مجاهد ددې خبر په تایید سره رسنیو ته ویلي، داسې معلومیږي چې لادرکه شوی پولیس د طالبانو نفوذي ملګری وي او له برید وروسته طالبانو سره  تللی دی.

په همدې مهال د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بیا رسنیو ته ویلي، چې تیره شپه لس بجې یې د فراه ولایت مرکز اړوند ریګي سیمه کې د نوي پله پر پوسته وسله وال برید کړی، ۱۳ پولیس یې وژلي، د هغوی وسلې او مهمات یې له ځانونو سره وړي دي.

باید وویل شي چې له تیر یوه کال ر اهیسې د فراه ولایت مرکز د طالبانو لخوا کلابند دی او وخت ناوخته د مرکز شاوخوا کې په پولیسو او امنیتي ځواکونو شواخون بریدونه کوي.

 


سرچینه: محصلین ویب پاڼه

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */