خبرونه

هندوستان: په چاودنه کې ۲ پوليس وژل شوي ۴ ټپيان دي

نن ټکی اسيا(دوشنبه، ۲۲لړم، ۱۳۹۶): د هندوستان په ختيځ مانيپور ايالت کې په پوليسو چاودنه شوې، چې له کبله يې ۶ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سيمه ييزو رسنيو د راپور له مخې، چاودنه هغه مهال شوې کله چې له سيمې څخه د پوليسو موټر د تېرېدلو په حال کې و.

ځايي امنیتي مسئولينو رسنيو ته ويلي، په دغه چاودنه کې دوه پوليس ځای پرځای وژل شوي او څلور نور سخت ټپيان دي، چې د تداوۍ لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

په هندي ځواکونو د ماويست ياغيانو سربيره ځينې اسلامي جهادي ډلې هم بريدونه کوي، خو تر اوسه پورې د دغه بريد مسئوليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

ويل کېږي، ماويست ياغيان د هند په شلو ايالتونو کې فعاليت کوي، چې څه موده مخکې د هند د حکومت له خوا د هغوی پر خلاف يو لړ عمليات هم وشول.

د يادونې ده، چې له تېرو شلو کلونو راپديخوا د ماويست ياغيانو او هندي ځواکونو تر منځ په نښتو کې زرګونه کسان وژل شوي دي.


سرچینه: نن ټکی اسیا

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */