خبرونه

د ایران په زلزله کې د مړو شمېر مخ پر زیاتېدو دی / انځورونه

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۶): تېره شپه ناوخته د ایران او عراق په سرحدي سیمو کې د ۷.۳ په قوت زلزله وشوه چې له امله یې په سلګونو کسان مړه او په زرګونو نور ټپیان شوي دي.

د وخت په تېریدو سره د مړو شمېر زیاتیږي، ځکه چې لا ډېر خلک تر نړیدلیو ودانیو لاندي دی او ډیر یې نور لادرکه دي.

تر اوسه پوري د ۳۲۸ مړو شمېره په رسمي ډول اعلان شوې او ۲۵۳۰ تنه ټپيان بلل شوي دي.

د ایران سرحدي ښار کرمان شاه تر ټولو زیاته متضرره سیمه ده چیري چې د مرګ ژوبلې شمېره هم لوړه ده.

د ایران مذهبي مشر خامنئي د حکومت او وسلوال پوځ ټولو ادارو ته امر کړی چې د زلزلې د قربانیانو سره مرسته وکړي.

زلزله دومره قوي وه چې په ګاونډي هیوادونو عراق، کویټ او ترکیه کې يې هم تکانونه محسوس شوی دي.

د عراق په سرحدي ښارونو او سیمو کې هم مرګ ژوبله رسیدلې چې شمېر یې لسګونو ته رسیږي.

د یادونې وړ ده چې په کال ۲۰۰۳ کې په ایران کې زلزله شوې وه چې له امله یې تر ۳۰ زره زیات انسانان وژل شوي وه.

لاندي یو څو انځورونه دي چې د ایراني رسنیو او ټولنیزو پاڼو څخه را ټول شوي:


سرچینه: نن ټکی اسیا

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */