خبرونه

په کندهار کې له ترافیکي پېښې ۵۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

په کندهار کي د یوې ترافیکي پېښې له کبله پېنځه کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی او ۴۵ نور نور ټپیان شوي دي.

د کندهار والي ویاند قدرت الله خوشنصیب ویلي، چي دغه پېښه نن سهار د کندهار – هرات پر لویه لار د شاه آغا د دوه لارې په سیمه کي د یوه بس پر اوښتنه رامنځته شوې ده 

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پېښې ټپیان د مرکز او سیمې روغتونونو ته لیږدول شوي، چې روغتیایي حالت یې ښه دی. 

هغه زیاتوي، بس د احمدشاه ابدالي ترانسپورتي شرکت اړوند دی او د پېښې لامل  نه پاملرنه ښودل شوې ده.

یاده پېښه د ژيړي ولسوالۍ په اړوند سيمه  کې رامنځته شوې ده.


سرچینه: اریانا نیوز

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */