خبرونه

د کندوز له امام صاحب او چار درې ولسوالیو۳۰۰۰ کورنی بی ځایه شوي

د جګړې او عملیاتو له کبله د کندوز له امام صاحب او چار درې ولسوالیو څخه درې زره کورنی بی ځایه شوې دي.

بې ځایه شوې کورنیو ویلي، چې د حکومت او طالبانو د جګړې له کبله یې کورونه پریښي او په کرایي کورونو او یا وچ ډاګ شپې او ورځې تېروي.

بی ځایه شوې احمد نومی وایي، تراوسه ورسره هیڅ مرسته نه ده شوې.

بې ځایه شوی شېردل وایي خوراکي توکي، درمل او د شپې تېرولو هیڅ ځای نه لري، چې که ورسره مرسته ونه شي؛ په ژمي کې ښایي ډېر کسان ژوند له لاسه ورکړي.

د کندوز د کډوالو او راستنیدونکیو چارو رییس عبدالسلام هاشمي وایي، په تېرو دوه میاشتو کې له درې زره ډېرو کورنیو د مرستې غوښتنه کړې ده.

د نوموړي په وینا؛ د مرستې په موخه د اړو کسانو سروې پیل شوې او ژر به ورسره مرستې پیل شي.

هغه ویلي، چې د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د جګړې له پېنځه زره بي ځایه شویو کورنیو سره مرسته شوې او تراوسه هم د بی ځایه کیدو لړې روانه ده.


سرچینه: اریانا نیوز

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */