خبرونه

باجوړ: دوه پاکستاني عسکر مړه او څلور ټپيان شوي دي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۶): د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر (ISPR) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان پولې ته نیژدې په باجوړ ایجنسي کې ددوی د عسکرو پر پوستې برید وشو چې له امله یې دوه تنه عسکر مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.

په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې د پوځ په ځوابي ډزو کې ۱۰ تنه وسلوال وژل شوي دي. مطبوعاتي دفتر په دقیقه نه دي ویلي چې برید کله شوی دی.

د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني رسنیو ته په لیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې برید یې د باجوړ ایجنسۍ په کټکوټ سیمه کې پر هغو پوستو کړی چې تازه د پاکستان پوځ جوړي کړې وي چې له امله یې د نوموړي په وینا عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې خو دقیقه شمېره یې نه ده ګوته کړې.

نوموړي په خپل اړخ کې تلفات نه دي تایید کړي.


سرچینه: نن ټکی اسیا

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */