خبرونه

په کندهار کي پر نړیوالو ځواکونو ځانمرګی برید شوی

 د کندهار والي ویاند وایي، نن غرمه د دغه ولایت د ډنډ ولسوالۍ د بارک نیکه لیسې په اړوند سیمه کې پر نړیوالو ځواکونو ځانمرګی برید رامنځته شوی دی.

د کندهار والي ویاند قدرت الله خوشبخت زیاتوي، بهرنیو ځواکونو د برید پخلی کړی؛ خو د مرګ و ژوبلې په اړه یی څه نه دي ویلي.

ځینو خبري سرچینو په کندهار کې ویلي، چې بریدګر خپل تونس موتر د بهرنیو ځواکونو د موترو پر کاروان د برید لپاره کارولی دی.

دغه راز ویل کیږي، چې د برید موخه د هوايي ډګر ساتونکي دي.

 

وسلوالو طالبانو تر دې دمه د برید په اړه څه نه دي ویلي.

د پېښې په اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.


سرچینه: اریانا نیوز

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */