خبرونه

د پاکستان له لوري پر کونړ بیا د توغندیو د توغولو لړۍ پیل شوې

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۶): د اوږده ځنډ وروسته د ډیورنډ فرضي کرښې اخوا پر کونړ یو ځل بیا د توغندیو د توغولو لړۍ پیل شوې.

د کونړ امنیتي چارواکي وايي، چې پاکستانیو پوځیانو له لوري د کونړ پر څلورو ولسوالیو ۱۸۴ توغندي توغول شوي، چې خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه هم اړولي دي.

د کونړ امنیه قومندان  پاسوال جمعه‌ګل همت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستانیو پوځیانو له لوري پر دانګام، ناړۍ، شیګل او شلطن ولسوالیو ۱۸۴ توغندي لګیدلي، چې په یادو ولسوالیو کې یې خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د همت په خبره، د دانګام ولسوالۍ  په «څاونو» سیمه کې د توغندي د لګیدو له امله یو کور ویجاړ شوی او یو تن ټپي شوی هم دی.

دی وايي، په ځینو سیمو کې یې څاروي او کروندې هم زیانمنې کړي دي.

پاکستان له تېرو څو کلونو راهیسې د کونړ پر بېلابېلو ولسوالیو د توغندیو د توغولو لړۍ پیل کړې؛ خو تراوسه یوازې افغان حکومت غندلي او د توغندیو شمېر یې رسنیز کړی دی.

پر کونړ د تازه توغندیو د لګیدو په غبرګون کې تراوسه د کورنیو چارو، دفاع او د بهرنیو چارو وزارتونو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د روان کال په پیل کې پاکستان د کونړ په څنګ لوري ولایت ننګرهار هم د توغندیو د توغولو لړۍ پیل کړې وه، چې په لالپوره او مومندرې ولسوالیو کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړلي وو.


سرچینه: نن ټکی اسیا

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */